Thousands rally for fresh Herat council election

هرات ښار (پژواک ٢٨ سلواغه ٩١): هرات ښار کې شاوخوا اووه زره کسانو د دغه ولايت د ولايتي شورا رياست ته په کابل کې د نويو ترسره شوو ټاکنو پر ضد لاريون وکړ.
د هرات د ولايتي شورا پخواني مشر او د لاريون يوه سمبالوونکي ډاکټر عبدالظاهر فيض زاده پژواک اژانس ته وويل: ((د هرات ولايتي شورا ته په کابل کې د سيمه ييزو ارګانونو له خوا مشر ټاکل شوى، چې دا غير قانوني کار دى او بايد په خپله د شورا د غړو په رايو وټاکل شي.))
يو بل لاريون کوونکي حاجي عبدالجبار طاهري پژوک اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا په ټاکنو کې زور او پيسې کارول شوې او ځيني زورواکي غواړي، چې له کابله پر هرات واکمني وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ ازاد خلک يو او د ډيموکراسۍ له اصله په استفادې زور ته غاړه نه ږدو، لاريون کې مې ګډون وکړ او تر هغې به مو مدني خوځښت جريان ولري، څو دغه ټاکنې په رڼه توګه ترسره نه شي.))
د هرات ولايتي شورا ته دوه اونۍ مخکې د شورا پخواني رييس ډاکټر محمدظاهر فيض زاده او د شورا بل غړي سيد وحيد قتالي ترمنځ ټاکنې په مساوي ډول بې پايلې ترسره شوې.
د دويم ځل لپاره د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د سيمه ييزو ارګانونو په دفتر کې ټاکنې وشوې، چې د دې شورا له ١٩ غړو څخه ١٢ يې په کې برخه اخيستې وه او د قتالي په ګټه تمامې شوې.
خو د هرات والي ډاکټر داود شاه صبا يې مکتوب مسترد کړ او خبريالانو ته يې وويل، چې په کابل کې د هرات د ولايتي په شورا په ټاکنو کې د دې شورا ټولو غړو ګډون نه و کړى.
خو سيد وحيد قتالي پژواک اژانس ته وويل: ((له ما سره د هرات د ولايتي شورا له ۱۹ غړو څخه ۱۲ يې کابل ته تللي وو، ټول اوس هم راسره ولاړ دي، چې دا په خپله اکثريت جوړوي.))
د هغه په وينا، ټاکنې يې ځکه په کابل کې ترسره کړې، چې په هرات کې د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه کېده.
خو د دې شورا يوې غړې مېرمن جهان تاب طاهري پژواک اژانس ته وويل، د حل لار يې دا ده، څو د ولايتي شورا ټاکنې د دويم ځل لپاره په هرات کې ترسره شي او له سيد وحيد قتالي او ډاکټر فيض زاده پرته د دوو نورو غړو ترمنځ رايه اچونه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.