په بګرام زندان کې د بندي بې ګناه کسانو د ازادۍ حکم ورکوم

کابل (پژواک ١٦ کب٩١): افغان ولسمشر وايي، چې راتلونکي اونۍ به د بګرام زندان افغان لوري ته وسپارل شي او له نيوکو سره سره به په دغه زندان کې د شته بې ګناه زندانيانو د ازادېدو حکم وکړي.
دغه څرګندونې ولسمشر حامد کرزي نن د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې د درېيم کال د پرانيستې په غونډه کې وکړې.
ولسمشر وويل، چې تر دې وړاندې هم امريکايانو افغان لوري ته د بګرام زندان سپارلو ژمنه کړى وه خو وروسته بيا پېښمانه شول.
هغه زياته کړه: ((افغان لوري ته د امريکا د متحدو ايالتونو تر کنټرول لاندې زندانود انتقال لپاره زموږ هڅو له څو کلونو وروسته نتيجه ورکړه او اينده هفته به په کامل ډول دا انتقال بالاخره وشي، که امريکايان پېښمانه نه شي.))
کرزى وايي، کله چې د بګرام زندان انتقال افغان لوري ته وشي نو د هغو زندانيانو د ازادېدو حکم به وکړي چې بې ګناه نيول شوي دي.
ولسمشر زياتوي: ((موږ په دې پوهېږو چې په دغو زندانو کې بې ګناه خلک پراته دي، که هرڅومره انتقاد راباندې وشي، زه يې د ازادۍ حکم ورکوم، چې فوراً خپلو کورونو ته ولاړ شي.))
کرزي زياته کړه، هغو زندانيانو، چې د افغانستان خلک يې وژلي، په چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې يې لاس درلود، هغه به خپله سزا ويني.
 افغان او امريکايي چارواکو د ١٣٩٠ لمريز کال په کب مياشت کې هوکړه وکړه، چې د بګرام زندان ټولې چارې او افغان بنديان به يې دولت ته وسپاري، چې له مخې يې د روان کال د وږي په ٢٠مه د دغه زندان چارې افغان لوري ته وسپارل شوې، خو چارواکي وايي، چې لا هم ځيني بنديان له امريکايانو سره پاتې دي.
ټاکل شوې وه د دغه زندان بشپړ چارې څو مياشتې مخکې افغانانو ته سپارل شوې واى، خو امريکا له شوې هوکړې سرغړونه وکړه او په دې پلمه يې، چې ګواکې په افغان زندانو کې له بنديانو سره ناوړه چلند کېږي، دغه کار ځنډولى و.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د بګرام په زندان کې له ٦٠٠ ډېر افغان بنديان د امريکايي ځواکونو په توقيف کې دي، چې د شوې هوکړې له مخې بايد افغان لوري ته سپارل شوي واى.
د مرغومې په مياشت کې واشنګټن ته د ولسمشر کرزي د سفر پر مهال امريکا يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې ټول بنديان به افغان حکومت ته وسپاري، خو کله چې ولسمشر کرزى له واشنګټن څخه راستون شو، دغه کار يو ځل بيا وځنډېد.
د بګرام زندان له ٢٠٠١ کال وروسته په پروان کې د امريکا د متحده ايالتونو له خوا جوړ شو، چې د دولت يوشمېر وسله وال مخالفين په کې بنديان دي.
لېنک: http://www.pajhwok.com/ps/2013/03/06/%D9%BE%D9%87-%D8%A8%DA%AB%D8%B1%D8%A7%D9%85-%D8%B2%D9%86%D8%AF%D8%A7%D9%86-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%A8%D9%86%D8%AF%D9%8A-%D8%A8%DB%90-%DA%AB%D9%86%D8%A7%D9%87-%DA%A9%D8%B3%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D8%A7%D8%B2%D8%A7%D8%AF%DB%8D-%D8%AD%DA%A9%D9%85-%D9%88%D8%B1%DA%A9%D9%88%D9%85

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.