کابل (پژواک، ٢٣ وری ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ننګرهار ولايت د ولسي جرګې د نوماندانو وروستۍ پايلې اعلان کړې.
د اعلان شوو پايلو له مخې، عبدالکریم کریمي، فریدون خان مومند، ملک قیس، نوراغا ملکزی، عبدالرووف شپون، امیر محمدیار، نبيالله باز، میرویس یاسیني، حضرت علي، ابرارالله مراد، نیازولي مسلم، ارین یون، بي بي حاجي لیلما ولي حکمي، سایمه خوګیانۍ او انیسې عمراني وکولای شول په وروستي نوملړ کې له ننګرهاره ولسي جرګې ته لار پيدا کړي.
د ولسي جرګې ټاکنې له غزني پرته تېر کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹مه ترسره شوې.
07/05/2015
04/03/2015