کابل (پژواک، ٢٣ وری ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ننګرهار ولايت د ولسي جرګې د نوماندانو وروستۍ پايلې اعلان کړې.
د اعلان شوو پايلو له مخې، عبدالکریم کریمي، فریدون خان مومند، ملک قیس، نوراغا ملکزی، عبدالرووف شپون، امیر محمدیار، نبي‌الله باز، میرویس یاسیني، حضرت علي، ابرارالله مراد، نیازولي مسلم، ارین یون، بي بي حاجي لیلما ولي حکمي، سایمه خوګیانۍ او انیسې عمراني وکولای شول په وروستي نوملړ کې له ننګرهاره ولسي جرګې ته لار پيدا کړي.
د ولسي جرګې ټاکنې له غزني پرته تېر کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹مه ترسره شوې.
تر دې دمه د ۲۷ ټاکنيزو حوزو وروستۍ پايلې چې لغمان، دایکنډي، سمنګان، جوزجان، بامیان، پروان، زابل، فاریاب، نورستان، نیمروز، کونړ، کاپیسا، پنجشیر، خوست، بدخشان، سرپل، اروزګان، بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار، ننګرهار و اهل هنودو اعلان شوي او د کوچيانو د حوزې په ګډون کابل، کندهار، میدان وردګ، پکتیا، لوګر، بغلان، کندوز، هلمند او بادغیس ولايتونو وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوي.
د ټاکنو کمېسيون د نوې رهبرۍ له راتګ وروسته د ولسي جرګې لپاره د بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار، ننګرهار او اهل هنودو وروستۍ پايلې اعلان شوې دي.
د ټاکنيزو کمېسیونو د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې لومړۍ پايلې تېر کال د لړم په ۱۹مه او وروستۍ پايلې یې د ليندۍ په ۲۹مه اعلان شي، خو د ټاکنو له ترسره کېدو شاوخوا پنځه مياشتې تېرې شوې خو لا هم د ځينو ولايتونو وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر حبيب الرحمان ننګ د روانې مياشتې په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته ويلي چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ژمنه کړې چې د وري مياشتې تر ۲۵مې په د پاتې ولايتونو د شکايتونو څېړنې بشپړې شي او د ټاکنو کمېسيون ته به يې واستوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.