By: پژواک , Date:05/03/2019
جلال اباد (پژواک، ۱۴ کب ۹۷): د لغمان اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو ټاکنو کې د نا امنيو له امله د ښځو ونډه کمه وه او که تر راتلونکو ټاکنو مخکې امنيت ټينګ نه شي، نو ښايي لغ... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Laghman.To see other videos

مهترلام (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٤): د لغمان  د ولايتي شورا منشي وايي چې دولتي ادارې ورسره همغږي نه لري، خو بيا هم دوى هڅه کړې چې د يو شمېر دولتي ادارو له کارونو ليدنه او څارنه وکړي.
مجمد ظاهر حسين خېل له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د ولسونو په همکارۍ سره خپل کارونه پر مخ وړي.
د هغه په وينا، د لغمان  د ولسونو او قومونو د خدمت لپاره د ولايتي شورا دروازه د ټولو پر مخ خلاصه ده او د خلکو ستونزو ته يې پر خپل وخت ځان رسولى دى.

جلال اباد- مزار شريف (پژواک،۶ غبرګولی ۹۴): په لغمان، بلخ او کابل ولايتونو کې يو شمېر پروژې بشپړې او د ځينو چارې پيل شوې.
چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د دوو ټولګټو پروژو په پيل سره به ۳۰۰ هکټاره کرنيزه ځمکه او شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د اوبو د نه شتون له ګواښه په امن کې شي.
د لغمان سرپرست والي ډاکټر فضل الله مجددي د غبرګولي په ۶مه يادې پروژو د پيل د چارو پرانيسته وکړه چې په ټوليز ډول پرې د څه باندې۲۴ ميليونه افغانۍ لښګت راځي.
مجددي وويل چې د اليشنګ ولسوالۍ د سيند د اوبو د تخريب مخنيوي لپاره  د۲۳۰ مترو په اوږود والي استنادي دېوال د جوړلو چارې نن پيل شوې.

مهترلام (پژواک، ۲۷ غويى ٩٤): د لغمان د پوهنې رياست وايي چې په دغه ولايت کې ١٣٠ ښوونځي ودانۍ نه لري.
د دغه ولايت د پوهنې رييس محمدحضرت مجددي د غويي په ٢٧مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، په دغه ولايت کې ټول ٣٠٠ ښوونځي فعال دي چې له دې د ١٦٧ ښوونځيو ودانۍ نشته.
نوموړې زياته کړه چې شاوخوا ١٣٠ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان تر ونو يا خېمو لاندې زده کړې کوي.
مجددي وويل چې په دغه ولايت کې له يادو ښوونځيو يې ٦٦ ښوونځي احاطې لري او ٢٣٠ نور يې احاطې هم نه لري.

مهترلام (پژواک، ١٥ غويى ٩٤): د لغمان د ولايتي شورا د دوو وکيلانو ترمنځ نښته کې درى کسان وژل شوي او پنځه نورټپيان دي.
د واحد الله په نو يوه عيني شاهد د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د مهترلام ښار د عصمت په څلور لاري کې ناڅاپه ډزې وشوې.
هغه زياته کړه چې دا ډزې د ولايتي شورا د مرستيال انجنير اجمل وفا او يوسف ملنګزي د ساتونکو او پلويانو ترمنځ شوې دي.
دى وايي چې په ډزو کې له دواړو لورو يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د خلکو له خوا روغتون ته وړل شوي دي.

لغمان د هېواد له ختيځ زون ولايتونو څخه يو مهمولايت دى، چې سوېل ته يې بدخشان ولايت، شمال ته يې ننګرهار او کابل، ختيځ ته يې کونړ او او لوېديځ ته يې کابل او کاپيسا ولايتونه پراته دي.
 
 
لغمان د تاريخي اثارو لرونکى ولايت دى، چې په غېږ کې يې پراخ کانونه نغښتي، خو له بده مرغه د لغمان ولايت د کانونو رياست يې په اړه کره معلومات په لاس کې نه لري.
 
د هغه لېست له مخې، چې کانونو او پيټروليم وزارت د افغانستان د ټولو کانونو او کاني ظواهرو په اړهپژواک خبري اژانس ته رسېدلى دى، د لغمان ولايت لاندې کانونه په خپله بڼه پاتې دي.
 

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: پژواک , Date:05/03/2019

​خلک: که لغمان کې امنيت ټينګ نه شي ښځې به ټاکنو کې ګډ...

جلال اباد (پژواک، ۱۴ کب ۹۷): د لغمان اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې په دغه و... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

Call to build coordination between Laghman officials, PC
By: پژواک , Date:31/05/2015

د لغمان ولايتي شور...

مهترلام (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٤): د لغمان  د ولايتي شورا منشي وايي چې دولتي... پاتی برخه

مرکې

مجددی: برخی مامورين دولتی در غصب زمين دخيل اند
By: Mahbubulla... , Date:24/07/2013
جلال اباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١) : د لغمان والي فضل الله مجددي وايي، چې ځ... پاتی برخه