ANA soldiers among 215 killed in Laghman in a year

 
جلال اباد(پژواک ٢٩ کب،٩١) : په لغمان ولايت کې د روان لمريز کال پر مهال ٣٥ لوى او واړه عمليات ترسره شوي ، چې له امله يې ١٦٢ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه څرګندونې د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ٢٩مه، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
 هغه زياته کړه ، دغه عمليات، چې د روان کال په اوږدو کې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې د افغان ځواکونو له خوا ترسره شوي ، په ترڅ کې يې ٨٦ ددولت وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
 د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې ٧٦ نور  ټپيان شوي او ١٥٨ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
 د ځواک په وينا، په دې ولايت کې د کال په وروستيو شپږو مياشتو کې د لومړيو شپږو مياشتو په  پرتله امنيتي وضعه ښه شوې ده.
 هغه زياتوي: (( ددرېيو ځانمرګو بريدګرو په ګډون ٨٣ تنه نور تورن کسان هم نيول شوي دي.))
 د سرحدي ځواک په خبره، چې په ١٣٩١ کال کې په ټول لغمان ولايت کې ٥٢ ماينونو انفجار کړى، چې له امله يې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او ٢٦٨ کړۍ ماينونه  د ګډو ځواکونو له لوري شنډ شوي دي.
 د لغمان د والي وياند وايي، چې په ټول کال کې ٤٥ افغان سرتېري وژل شوي او ٣٨ نور ټپيان شوي ، چې د افغان ځواکونو زياتره وژنه د ماينونو د انفجار له امله وه.
 نوموړي وويل، چې په دې ولايت کې د بېلابېلو امنيتي پېښو پر مهال ٥٤  ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
 د ده په خبره، چې په ياده شمېره کې  ٣٢ تنه يې د ترافيکي او جنايي پېښو له امله او پاتې٢٢ نور يې په امنيتي پېښو کې د وسلوالو له لوري وژل شوي دي.
 ځواک وايي ، چې په ١٣٩١ کال کې ٢٩ تنه د سولې له پروسې سره هم يوځاى شوي .
 همداراز ځواک وويل ، چې د کال په اوږدو کې يې د ټولو ولسواليو لارې د مرکز سره وصل کړي او هغه امنيتي ستونزې ، چې پخوا موجودې وې له منځه تللې دي.
  ده زياته کړ :((پخوا د يوشمېر ولسواليو لارې له مرکز سره تړل شوې وې، خو اوس بېرته پرانيستل شوې دي.))
 ځواک وويل، چې په دغه کال کې يې لسګونه ميله سپکه او درنه وسله،سلګونه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، اته عرادې موټر او څلور موټر سايکلونه نيولي دي.
 د نوموړي په وينا، چې د ١٣٩١کال په وروستيو شپږو مياشتو کې د لغمان والي ډاکټر فضل الله مجددي امنيتي ځواکونو ته يو درې مرحله ييز پلان طرحه کړى و ، چې له مخې يې په لغمان کې ګڼ واړه او لوى عمليات ترسره شول.