مهترلام (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٤): د لغمان د ولايتي شورا منشي وايي چې دولتي ادارې ورسره همغږي نه لري، خو بيا هم دوى هڅه کړې چې د يو شمېر دولتي ادارو له کارونو ليدنه او څارنه وکړي.
مجمد ظاهر حسين خېل له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د ولسونو په همکارۍ سره خپل کارونه پر مخ وړي.
د هغه په وينا، د لغمان د ولسونو او قومونو د خدمت لپاره د ولايتي شورا دروازه د ټولو پر مخ خلاصه ده او د خلکو ستونزو ته يې پر خپل وخت ځان رسولى دى.