۳۹- الحاج مکرم خان ناصري
انتخابي سناتور
الحاج مکرم خان ناصري د ميراجان زوی ، چې په ۱۳۴۱ لمريز کال کې د لغمان ولايت د قرغه يو په ولسوالۍ کې زېږېدلی ، تر دوولسم ټولکي پورې يې زده کړې کړي او د افغانستان د اسلامي دعوت ګوند غړی دی.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۶۴۵۸۸۷۷
۴۰- واحده صافۍ
انتخابي سناتوره
واحده صافۍ د دوست محمد لور ، چې په ۱۳۴۵ لمريز کال کې د كونړ دنرنګ په ولسوالۍ کې زېږېدلې ده او د لغمان د الينګار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده. نوموړې د ژورناليزم ليسانسه ده ، ددولتي امنيت په رياست كې د اسنادو او اړيكو آمره ، د لغمان ولايت د الينګار په ولسوالۍ كې د پريانه په ښوونځي كې ښوونكې او د لغمان د نورلام صاحب په كلينيك كې ماموره پاتې شوې او د لغمان د ولايتي شورا انتخاب شوې وكيله وه.
د اړيكې شمېره : ۰۷۰۸۳۴۹۷۸۶