١- الينګار فرهنګي يون:
الينګار فرهنګي يون په ١٣٧٢ لمريز کال  کې د لغمان ولايت په مرکز الينګار کې فعال او تر دې مهاله فعاليت لري.د دغه فرهنګي يون اوسنۍ مشري د محمد نادر مخور پر غاړه ده، شاوخوا لسګونه فرهنګي غړي لري، تر دې دمه يې سلګونه فرهنګي ناستې او غونډې تر سره کړې دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٨٣٠٩١٦
٢ـ لغمان ادبي بهير:
لغمان ادبي بهير په ١٣٧٩ لمريز کال کې د لغمان په مرکز کې رامنځه شوى ، چې تر دې دمه يې ګڼې ادبي ناستې او غونډې تر سره کړې دي.مشر  يې بشير احمد ساحل دى او لسګونه ځوانان يې غړيتوب لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٨٤٨٣٨٣٢
٣- د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه :
 
دغه ټولنه چې مرکزي دفتر يې په جلال اباد ښار کې دى د ننګرهار،کونړ،لغمان او نورستان د ليکوالو او ژورنالېستانو هغه ټولنه ده ، چې په ١٣٨٢ لمريز کال کې د استاد لال پاچا ازمون پر مشرۍ جوړه شوه، چې لا يې هم د مشرۍ وياړ لري او په فرهنګي او ژورناليستيک ډګر کې ياده ټولنه کار کوي.
 
داړيکې شمېره: ٠٧٨٦٥٠٠٥١٧
برېښناليک:[email protected] , [email protected]
٤ـ پټان ادبي ټولنه:
دغه ټولنه په ١٣٨٣ لمريز کال کې د لغمان ولايت مرکز مهترلام کې فعاله شوه، موسس يې ډاکټر حضرت علي حامد دى او مشري يې د لغمان ولايت د اطلاعات او کولتور رييس فيضان الله پټان پر غاړه لري.تر دې دمه دغې ټولنې پنځه عنوانه کتابونه چاپ کړي او پخوا يې د الينګار مجله هم چاپوله.
داړيکې شمېره: ٠٧٠٠٨٣٠٩١٦
٥- د لغمان ځوانانو يو والي ټولنه :
دغه ټولنه چې مشري يې د شېرزاد ساپي پر غاړه ده په ١٣٨٨ لمريز کال کې فعاله او په چارو يې پيل وکړ.په نوموړې ټولنه کې د ولسواليو او مرکز سلګونه ځوانان غړيتوب لري، ياده ټولنه د ځوانانو د حقوقو د ملاتړ په برخه کې کارونه سرته رسوي.
داړيکې شمېره: ٠٧٨٧٩٨٠٤٦٢
٦- ځوان ادبي ځواک :
دغه ټولنه په ١٣٩١ لمريز کال کې په لغمان کې فعاله او په فرهنګي ډګر کې چارې پر مخ وړي، مشر يې جاوېد مسرور دى.د دغې ټولنې لسګونو غړو تر دې مهاله د بورا مجله څو ځله چاپ کړې او نورې ادبي ناستې يې هم برابرې کړې دي.
داړيکې شمېره: ۰۷۸۸۱۰۹۷۶۶
٧ـ مهترلام د ښځو حقوقو ملاتړ ټولنه:
دغه ټولنه، چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې جوړه شوې ده، مشري يې شيلا محمدي پر غاړه لري.نوموړې ټولنه د ښځو د حقوقو د ملاتړ په برخه کې چارې سرته رسوي او هم له بېلابېلو ډونرو ادارو څخه د ښځو د عامه پوهنې د کچې د لوړاوي په موخه پروژې اخلي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٧٣٨٠٢٧٧
٨ـ د لغمان ځوانانو فدراسيون:
دغه فدراسيون چې په ١٣٨٩ لمريز کال کې په لغمان کې جوړ شوى ، د مرکز سربېره د ټولو ولسواليو سلګونه ځوانان په کې غړيتوب لري. مشري يې صميم الله محمدي پر غاړه لري، دغه فدارسيون د ځوانانو د حقوقو د ملاتړ په برخه کې کارونه کوي.
داړيکې شمېره: ٠٧٩١٦٢٣١٣٢