د لغمان ١٣٠ ښوونځي ودانۍ نه لري

مهترلام (پژواک، ۲۷ غويى ٩٤): د لغمان د پوهنې رياست وايي چې په دغه ولايت کې ١٣٠ ښوونځي ودانۍ نه لري.
د دغه ولايت د پوهنې رييس محمدحضرت مجددي د غويي په ٢٧مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، په دغه ولايت کې ټول ٣٠٠ ښوونځي فعال دي چې له دې د ١٦٧ ښوونځيو ودانۍ نشته.
نوموړې زياته کړه چې شاوخوا ١٣٠ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان تر ونو يا خېمو لاندې زده کړې کوي.
مجددي وويل چې په دغه ولايت کې له يادو ښوونځيو يې ٦٦ ښوونځي احاطې لري او ٢٣٠ نور يې احاطې هم نه لري.
دى وايي چې په دغه ولايت کې ټول ١٩٨ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي چې ٨٤ زره يې نجونې دي او ٤٤٤٧ ښوونکو له خوا ورته زده کړې ورکړل کېږي.
د نوموړي په وينا، د يادو ستونزو په اړه ورسره د پوهنې لوړپوړو چارواو ژمنې کړې، خو تر اوسه عملي شوې نه دي.
د لغمان د پوهنې رييس وايي چې دوى په ځينو سيمو کې د مسلکي ښوونکو له کموالي او نشتوالي سره مخ دي .
خو مجددي وويل چې په دغه ولايت کې د يو شمېر دارالمعلمينونو او انسټيټيوټونو څخه د زده کوونکو تر فراغت وروسته به د مسلکي ښوونکو د نشتوالي ستونزه هواره شي.
هغه ښوونکو د ځمکې د نومرو د وېش په اړه وويل چې دوى د ښوونکو د ښارګوټي لپاره يې ځمکه تثبيت کړې او مراحل يې هم طي شوي دي .
ده زياته کړه چې په دې برخه کې د مرکز امر ته منتظر دي، او تر هغې وروسته به يې د وېش لړۍ پيل کړي.
د لغمان د شهيد ډاکتر عبدالله لېسې يوه ښوونکي قاري عبدالمحمود له ولسمشره غواړي چې د نومرو په اړه له ښوونکوسره  کړې ژمنه عملي کړي.
هغه زياته کړه چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې پراخې ځمکې شته او حکومت کولى شي ژر تر ژره د نومرو د وېش پروسه پيل کړي.
د لغمان د ولايتي شورا منشي محمد ظاهر حسين خېل وايي چې په دغه ولايت کې ټول ښوونځي فعال دي او هېڅ ښوونځى د نا امنۍ له امله تړل شوى نه دى.
خو نوموړي وويل چې دغه ولايت  ته کتابونه په وخت سره نه رسېږي او د نصاب ځينې کتابونه د زده کوونکو له سويې څخه لوړ دي.
د پوهنې وزارت وياند او د نشراتو رييس کبير حقمل وايي چې دوى په ټول هېواد کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو ته ژمن دي.
خو هغه زياته کړه چې په يوه وخت کې نه شي کولى چې ټولو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.
دى وايي چې په نوبت سره به په ټولو ولايتونو کې د ښوونځيو د ودانۍ ستونزه هواره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.