١- لغمان جريده
لغمان جريده په ١٣٨٥ لمريز کال کې تاسيس شوې، چې د لغمان د اطلاعات او کولتور رياست په چوکاټ کې فعاليت کوي. دغه جريده په مياشت کې يو وار زر ګڼې چاپيږي چې د لغمان ولايت په ټولو ولسواليو کې وېشل کېږي، مطالب يې ټول په ټولنيزو، ادبي او فرهنګي برخو را څرخي. مسوول مديريې دواجان هدايت دى او د امتياز څښتن يې د اطلاعات او کولتور رياست دى.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۶۱۹۰۶۶
٢- روښان مجله
روښان مجله په لغمان کې يوه چاپېدونکې خپلواکه مجله ده، چې په ١٣٨٧ لمريز کال کې په لغمان ولايت کې رامنځته شوه. دغه مجله مهالنۍ خپرونې کوي، د خپرونو ډول يې سياسي، ټولنيز او فرهنګي رنګ لري. مسوول مدير او د امتياز څښتن  يې سلېمان زلمى دى.
اړيکې شمېره: ۰۷۸۶۱۹۸۱۶۸
٣- د لغمان ملي راډيو تلوېزون:
د لغمان ملي راډيو تلوېزون په ١٣٨٣ لمريز کال په لغمان کې تاسيس شوى، چې راډيو يې اتلس ساعته او تلوېزون يې څلور ساعته خپرونې لري. د لغمان د ملي راډيو تلوېزون ټولې خپرونې رغنيزې، اصلاحي، ادبي او فرهنګې رنګ لري. د دغې راډيو تلوېزون مشر محب الله محب دى، چې له لسو ډېر کارکوونکي لري.
د اړيکې شمېره: ٠۷۰۰۱۶۱۸۸۵
٤- لغمان ځوانان:
دغه اخبار په ١٣٨٣  لمريز کال کې تاسيس شوى دى، چې تر دا مهال يې لسګونه ګڼې له چاپه راوتلې دي. مسوول مدير يې محمد نظر افغان دى او خپرونې يې مهالنۍ دي، د دغه اخبار د امتياز څښتن د لغمان د اطلاعات او کولتور رياست دى.
اړيکې شمېره: ۰۷۸۹۵۴۵۲۵۰
٥- بورا مجله
بورا مجله په لغمان کې يوه خپلواکه او ناپييلې مجله ده، چې په ١٣٩٠ کال کې تاسيس شوې ده، چې سياسي، ټولنيز، انتقادي او فرهنګي مطالب خپروي. مسوول مدير يې شهزاده شېرين زوى او د امتياز څښتن يې عمر بورا زماني دى.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۸۱۹۸۵۹۲
 
٦- کاوون غږ راډيو
کاوون غږ راډيو په لغمان کې يواځينۍ خپلواکه شخصي راډيو ده، چې شاوخوا ١٣ ساعته خپرونې لري. د دې راډيو د خپرونو منځپانګه تر ډېره ټولنيزه، تفريحي او انتقادي بڼه لري، ياده راډيو په لغمان او د ګاونډ ولايت نورستان په ځينو برخو کې اورېدل کېږي. د دغې راډيو د امتياز څښتن او مسوول مدير نجيب الرحمان انقلابي دی او لس تنه کارکوونکي لري. په سوداګريزو اعلاناتو تمويلېږي.
د اړيکې  شمېره: ۰۷۹۹۶۱۹۰۹۲
برېښناليک: [email protected]
 
٧-شينکى لغمان
شينکى لغمان مجله يوه ازاده او خپلواکه مجله ده، چې په ١٣٩١ لمريز کال کې په لغمان کې تاسيس شوې، مسوول مدير يې مسرور جاوېد دى او د امتياز څښتن يې د ځوان ادبي ځواک ټولنه ده.
د اړيکې شمېره:  ۰۷۸۸۱۰۹۷۶۶