مهترلام (پژواک ١٩غبرګولى ٩٢): د لغمان ولايت ډېرى اوسېدونکى د برېښنا او سړکونو پروژو ترسره کولو ترڅنګ د کرنې په برخه کې د زياتو کارونو غښتنه کوي.
په لغمان ولايت کې د تېرو لسو کلونو پرمهال د بيارغونې وړې پروژې ډېرې پلې شوې دي او په ځانګړې توګه په دې ولايت کې د ملي پيوستون له خوا ګڼ شمېر پروژې ترسره شوي، په دې وروستيو کې دې ولايت ته له نغلو څخه څلور ميګاواټه برېښنا هم لېږدول شوې ده، خو بيا هم ددې ولايت اوسېدونکي د ژوندانه د اسانتياوو لپاره يو شمېر غوښتنې لري.