لغمان ولايت د  مرکز په ګډون شپږ اداري واحدونه لري، چې  مهترلام ددې ولايت مرکز، اليشنګ، الينګار، دولت شاه، قرغه يي او بادپښ يې ولسوالۍ دي .
۱- مهترلام:
مهترلام ددې ولايت مرکز دى، دلته د ولايت مقام ترڅنګ ټولې دولتي ادارې شتون لري، د مهترلام بابا زيارت  ددې ښار اهميت  نور هم زيات کړى دى.
په دې ښار کې پراخې کرنيزې ځمکې شتون لري او خلک يې په کرنه بوخت دي،  په مهترلام کې ٥١ کلي دي ، چې مهم يې ، چهاردهي، تګړۍ، حيدرخاني، عمرزي، پشه يي، اليشنګ، ده زيارت، شمنګل، تاجګړي، چندول، اندروړ او بصرام دي.
۲- الينګار :
د الينګار تنګه  دره د  مهترلام په ٢٥ کيلو مترۍ کې پرته ده ، شمال ختيـځ ته له کونړ ، ننګرهار او نورستان سره ګډه پوله لري، ډيرۍ ساحې يې غرييزې دي ، ځنګلونه لري، دچهارمغز په کې زيات پيدا کيږي. په دې ولسوالۍ کې غنم، جوار او نور سبزيجات کرل کيږي او د الينګار سيند هم په کې بهيږي
دانګريزانو پر ضد جنګيدونکى مبارز محمد جان خان بابکرخېل د همدې ولسوالۍ اوسېدونکى و.
۳- اليشنګ:
اليشنګ ولسوالي د لغمان د مرکز مهترلام په شاوخوا ٢٠ کيلومترۍ کې شمال لوېديځ لور ته موقعيت لري. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر په اټکليز ډول ۶۸،۱۵۳ وګړو ته رسېږي، چې ډېرى  وګړي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
۴-  دولت شاه :
دا ولسوالي د ولايت له مرکز مهترلام څخه ٤٠ کيلومتره لرې په شمال کې له پنجشېر ولايت سره پر ګډه پوله پرته ده، په دې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر شاوخوا ۴۰،۸۸۷ اټکليږي.
ددې ولسوالۍ خلک هم په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لار يې ډير وګړي د خپل ژوند اړتياوې پوره کوي .
۵- قرغه يي:
قرغه يي د مهترلام په سوېل ختيځ کې موقعيت لري. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر شاوخوا ۷۰،۶۸۸ تنو ته رسېږي. دا ولسوالي د مرکز مهترلام په ٢٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، ياده ولسوالي پراخې کرنيزې ځمکې لري، خلک يې زياتره په کرنه بوخت دي، ددې ولسوالۍ کرنيز محصولات  ډېرى سبزيجات دي، چې کابل ته لېږدول کېږي .
دکابل سيند ددې ولسوالۍ په اوږدو کې بهيري او دکابل – جلال اباد لويه لاره هم په دې ولسوالۍ کې تېريږي.
۶- بادپښ:
دا ولسوالي د مهترلام لوېديځ ته دکابل ولايت د سروبي ولسوالۍ سره په ګډه پوله پرته ده له   مهترلام څخه ٧٠ کيلومتره واټن لري، پخوا په مرکز پورې اړونده وه، خو په ١٣٩١ لمريز کال کې له مرکز څخه جلا او دځانګړې ولسوالۍ په توګه ونومول شوه، ياده ولسوالۍ غرنۍ سيمې  ډيرې لري او د هوارو ځمکو د کموالي له امله کرنه په کې لږ کيږي.