ډاکټر فضل الله مجددي د عبدالحى مجددي زوى ، چې  په ١٣٣٦ لمريز کال  کې د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې زېږېدلى دى، له کابل پوهنتون څخه يې په حقوقو کې لېسانس سند ترلاسه کړى دى ، نوموړي د تاريخ او په سياسي برخه کې يو شمېر کتابونه هم ليکلي دي.
هغه د شوروي اتحاد ديرغل پر مهال په لوګر ولايت کې د جمعيت اسلامي ګوند د مجاهدينو مشر قوماندان و، د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په دې ولايت کې د ملي اردو د کنډک د قوماندان اوبيا وروسته د والي په توګه وټاکل شو.
مجددي  د ولسي جرګې  په تېره (پنځلسمه ) دوره  کې د لوګر د خلکو  استازى و.
د هغه مورنۍ ژبه دري ده، خو په پښتو ، انګليسي او عربي هم خبرې کولى شي .نوموړى اوسمهال د لغمان د والي په توګه دنده ترسره کوي.