لغمان د افغانستان يو له ختيځو ولايتونو څخه دى، دا ولايت په ١٣٤٣ لمريز کال کې تاسيس شوى دى، مرکز يې د مهترلام ښار دى.
لغمان ولايت  ۳٬۸۴۳ کيلو متره مربع مساحت لري ، د ٢٠٠٩ کال د سرشمېرنې له مخې، ددې ولايت نفوس ٤٣٥ زره تنه اټکل شوى او د بحر له سطحې څخه ٧٧٢ متره لوړ دى.
په دې ولايت کې پښتانه، تاجک او پشه يي ډېر مېشت دي، د وروستيو شمېرنو له مخې، پښتانه په کې  ٥٨ سلنه، تاجک او پشه يي ٢١، ٢١ سلنه دي.
په دې ولايت کې ډېرى قبيلې د پښتنو دي، چې د بېلګې په توګه ساپي، سهاک، هوت خېل، ، خروټي ، الکوزي، تره خېل، رستم خېل،  مېچن خېل، اکاخېل، نيازي او وردګ دي.
لغمان د هندوکش غرونو په لمنه کې د کابل سيند تر غاړې پروت دى، دالينګار او اليشنګ سيندونو يې ښکلا نوره هم زياته کړې ده.
د لغمان ولايت ټول کلي تقريباً (۶۴۰) دي. يومهال دالينايانوله مربوطاتو څخه و او همدا شان دبودايي مدنيت ددې سيمې مرکزيت بلل شوی  اود اشوکا(دهندي يوريانودکورنۍ پاچا) ددورې ډېرليکونه او هم د درونټې ترڅنګ ديو شمېر بودايي آثارو درلودونکي دي، هغه چې د څېړونکواوپوهانودپوره پاملرنې وړدی او حدودالعالم يې بتخانو ته اشاره کړې ده.)‎(۱) مرکز يې کالام(مهترلام)دی دمهترلام يا مهترلمک په هکله بېلابېل تاريخي روايتونه راغلي دي.
څلور خواوې:
د لغمان سوېل ختيځ او سوېل ته ننګرهار ، شمال ختيځ ته کونړ، شمال ته يې نورستان، شمال لوېديځ ته يې پنجشېر او لوېديځ ته يې کابل او کاپيسا ولايتونو موقعيت لري.
اداري واحدونه:
لغمان ولايت د مرکز په ګډون شپږ اداري واحدونه لري، مهترلام ددې ولايت مرکز، اليشنګ، الينګار، دولت شاه، قرغه يي او بادپښ يې ولسوالۍ دي .
مشاهير:
محمدنور بابا، ګل باچا الفت ، محمد شاه خان بابکرخېل، عبدالله لغمانى، اسحاق ننګيال،  شهيد مولوي حبيب الرحمن ، قيام الدين کشاف، رييس محمد قاسم خان، انجنير محمد عالم قرار ، اسماعيل يون ، محمد حنيف اتمر ، زلمى هېوادوال، ډاکټر عبدالظاهر ( پخوانى صدر اعظم)، زلمى خليلزاد، ډاکټر محمد حسن کاکړ، غلام حسن ګران، احمد ظاهر (سندرغاړى) شفيق مريد ( سندر غاړى) منګل ( سندر غاړى)، سعيد افغاني، حبيب الرحمن مهدي،ميرمن سايره،غلام حسن خان ساپی، صديق کاوون توپاني،عبدالحق ورنټاوال او اسدالله دانش .
کرنه:
په لغمان کې دکابل سند ترڅنګ د الينګار او اليشنګ سيندونه بهيږي او د دې ترڅنګ ګڼ شمېر کاريزونه هم لري، د اوبو د پراخو زېرمو له امله ددې ولايت ډيرى خلک په کرنه  بوخت دي.
ددې ولايت د سبزيو او نورو فصلونو حاصلات ددې ولايت د اړتياوو ترڅنګ د ختيځو ولايتونو او کابل  ولايت اړتياوې هم پوره کوي.  په دې ولايت کې وريجې، لوبيا، بېلا بېل ډول ترکارۍ او سبزي جات، نارنج، مالټې، ليمو، کينو، ګني، مڼې، زردالو، چهارمغز او داسې نور توليدات لري.  ددغه ولايت په غرنيو سيمو کې د جلغوزيو ځنګلونه هم شته، دغه راز  د ارچې، نښتر، بلوط لرګيو، چنار او نور بېلا بېل ډول پراخه ځنګلونه هم لري.
د اوبو بندونه او سيندونه:
په لغمان ولايت کې د الينګار او اليشنګ دوه لوى سيندونه بهيـږي ، چې بيا په قرغيو ولسوالۍ کې له کابل سيند سره يو ځاى کېږي. د دې ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړونده ددرونټې په سيمه کې داوبو او برېښنا بند شته، خو له برېښنا او اوبو څخه يې د ننګرهار ولايت ګټه پورته کوي.
د دې ولايت د قرغيو په ولسوالۍ کې د سيند ترغاړې د کبانو يوه لويه پروژه وه، خو له بده مرغه اوس له کاره لوېدلې ده.
لوبې :
په دې ولايت کې د نورو لوبو ترڅنګ واليبال او فوټبال ترسره کېږي، خو په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د کرکټ لوبې ډېره وده کړې ده، ولايتي منتخبه لوبډله لري او په ملي لوبډله کې هم ددې ولايت لوبغاړو ځاى موندلى دى. د کرکټ لوبه د ولايت د مرکز مهترلام ترڅنګ په ولسواليوکې هم ښه پرمختګ کړى . دغه راز په دې ولايت کې رزمي لوبې لکه تکواندو، بوکسنګ، کاراته او نورې هم ترسره کېږي .
پوهنه :
لغمان هم يو له هغه ولايتوينو څخه دى، چې د ځوان کهول ډېرى برخه يې په زده کړو بوخته ده، په لغمان ولايت کې شاوخوا٢٩١ ښوونځي موجود دي، چې ١١٩ لېسې او پاتې نورې يې لومړني او منځني ښوونځي دي.
د پوهنې رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، د ياد ولايت ټول زده کوونکي ١٧٨١٧١ تنو ته رسيږي، چې ٨٠٦١٨ يې نجونې او پاتې يې هلکان دي، په دغه ولايت کې شاوخوا ٤٠٩٨ ښوونکي په دندو بوخت دي ، چې ٣١١ تنه يې ښځينه ښوونکې دي. د لغمان په ولايت کې څلور د زراعت لېسې او يو تخنيکم هم موجود دى او ورسره په خوا کې يو لوى دارالعلوم او ١٤ مدرسې فعاليت لري، په دغه ولايت کې له يوه مرکزي دارالمعلمين سربېره څلور نور الحاقي دارالمعلينونه موجودي، همداراز دوه انستيتوتونه هم په دغه ولايت کې فعاليت لري.
په لغمان ولايت کې څلور شخصي ښوونځي فعاليت لري، چې لسګونه استادان او سلګونه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.د لغمان پوهنتون هم تېر کال په فعاليت پيل کړى او څلور پوهنځي لري.
صنعت:
لغمان ولايت د خپل ستراتيژيک موقعيت له مخې، د صعنت لپاره ښه او  غوره چاپيريال لري، خو هغه رنګ صعنت چې پکار و، په لغمان کې وده نه ده کړې.
دغه ولايت ډېره ښه اب و هوا لري، چې د کار کولو لپاره ډېر وړ شرايط په کې موجود دي، په دغه ولايت کې صنعتي فابريکې ډېرې کمې تر سترګو کيږي او که چېرې موجودې هم وي، نو ډېرې وړې فابريکې دي. يوه  د څپلکو وړه فابريکه په دغه ولايت کې موجوده ده، همدراز د نجارۍ څو وړې فابريکې موجودې دي، په دغه ولايت کې د روب جوړولو يوه ډېره کوچنۍ فابريکه شتون لري او د کوکولا يوه فابريکه هم شته ، نورې داسې لوى او د يادونې وړ کومې فابرېکې په دغه ولايت کې نشته او نه هم په دغه برخه کې چا سرمايه ګذاري کړې ده.
مدني ټولنې:
په لغمان کې  ګڼ  شمېر مدني ټولنې فعاليت کوي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي. الينګار فرهنګي يون، لغمان ادبي بهير، ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه، د ښځو د حقوقو ملاتړ ټولنه، د ځوانانو ټولنه، او داسې نورې ...
رسنۍ :
په لغمان کې ډېرى رسنۍ کار کوي.
غږيزې: د لغمان ملي راډيو او کاوون  غږ راډيو
هغه راډيو ګانې چې په ننګرهار کې سټډيوګانې لري او په لغمان کې اورېدل کيږي:
ننګرهار ملي راډيو،شرق راډيو،نرګس راډيو،اصلاح راډيو،مرام راډيو،کليد راډيو،اباسين راډيو ،صفا راډيو،نن راډيو،هميشه بهار راډيو،انعکاس راډيو  او وطندار راډيو.
هغه راډيو ګانې ، چې له مرکزه خپرونې کوي او په لغمان ولايت کې اورېدل کيږي:
ارمان راډيو،اريانا راډيو،اراکوزيا راډيو،بي بي سي راډيو،ازادۍ راډيو، امريکا غږ اشنا راډيو،مشال راډيو،ستا راډيو، ګوربت راډيو،نوا راډيو، کابل ملي راډيو، سلام وطندار راډيو، شمشاد راډيو، او داسې نورې...
تصويري رسنۍ:
په لغمان کې يواځې د لغمان ملي تلويزون دى، چې خپرونې لري، او نور تلويزونونه پکې نشته .
هغه تلويزيونونه ، چې له کابله خپرونې کوي او په لغمان کې ليدل کيږي ، په لاندې ډول دي: کابل ملي تلويزيون،امريکا غږ اشنا تلويزيون،شمشادتلويزيون،لمر تلويزيون،طلوع نيوز،اريانا تلويزيون، تمدن تلويزيون،خورشيد تلويزيون،ژوندون تلويزيون،نور تلويزيون،يک تلويزيون.
چاپي رسنۍ:
په دغه ولايت کې يو شمير چاپي رسنۍ هم فعاليت کوي، چې په لاندې ډول دي:لغمان مجله، شينکی لغمان مجله، روښان،نورلام، لغمان ځوانان، بورا او داسې نورې...
کولتور
لکه څرنګه چې لغمان د ننګرهار سره ګډه پوله لري ، په دغه ولايت کې هم کولتوري چارې ډېرې ښې او چټکې پر مخ روانې دي، په ياد ولايت کې ګڼې فرهنګي ټولنې هم فعاليت کوي، د بېلګې په ډول، لغمان فرهنيګي يون، د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه، لغمان ادبي بهير، لمپاکا فرهنګي بنسټ . په لغمان ولايت کې د لومړي ځل لپاره د النيګار فرهنګي يون په نوم يوه فرهنګي ټولنه په ١٣٧٧ لمريز کال کې رامنځته شوې ده، چې له هغې وروسته نورې فرهنګي ټولنې هم رامنځته شوې.
په لغمان ولايت کې هر کال د سمسور لغمان په نور د اطلاعات او کولتور په رياست کې يوه دوديزه پسرلنۍ مشاعره هم کيږي ، چې هر کال په کې له ګاونډيو ولايتونو سربېره د پلازمېنې کابل څخه هم شاعران ورته راځي. د لغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې د شله ټک په نوم په يوه غره کې په ١٣٨٤ لمريز کال کې هغه ډبرليکونه چې په ارمني ليکدود ليکل شوي وو، هم پېدا شوى، چې لا هم په دغه ولايت کې موجود دي او ساتنه يې کيږي.
د لغمان ولايت لسګونه پشه يي شاعران هم لري ، چې تر  دې دمه يې په دغه ولايت کې څلور تذکرې هم چاپ شوې دي. لغمان هم د يو شمير نورو ولايتونو په څير ځانګړې موسيقي لري، چې پکې هارمونيه، تبله، نغاره، سورنى او داسې نور د يادونې وړ دي، د دغه ولايت ډېرى محلي هنرمندان سروکې،لوبې او بګتۍ وايي.