١۶۹- انجنيرمحمدعالم قرار
د لغمان د خلکو استازى ، رايې : ۸۲۱۵
انجنيرمحمدعالم قرار د ملک ولي محمد زوی، چې په ١٣٣٨ لمريز کال کې د لغمان ولايت د الينګار په ولسوالۍ کې زيږيدلی دی ، نوموړی د الينګار د شيخ محمد حسين له لېسې څخه په ۱۳۵۵ لمريز کال کې فارغ شوی او بيا يې د کابل پوهنتون د انجنيري پوهنځى تر درېيم ټولګي پورې لوستى، نوموړی په ختيځ زون کې د حزب اسلامي ګوند قوماندان او قومي مشر پاتې شوی دی .هغه د لغمان د امنيه قوماندان په حيث دنده تر سره کړې او د اساسي قانون او د سولې د مشورتي جرګې غړی پاتې شوی دی، په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د ولسي جرګې د ۱۵ مې دورې غړی هم وو.
داړيکې شمېره : ٠٧٩٩٣٥٠٧٧٨ او ٠٧٠٠٦٠٨٠٠٨
١۶۹- محمد حسن مموزى
د لغمان د خلکو استازى ، رايې : ۸۷۳۰
محمد حسن مموزى د محمد حسين زوی ، چې په ۱۳۴۱ لمريز کال کې د لغمان د مرکز د مهترلام بابا د ښار د سياف علي په کلي کې زيږېدلی دی. په ۱۳۶۳ لمريز کال کې د ننګرهار له لېسې فارغ شوی او د ننګرهار پوهنتون انجنيري يې تر دويم ټولکي پورې لوستې ده. په ۱۳۶۹-۱۳۷۵ کلونو کې د کابل ولايت د چهاراسياب په ولسوالۍ کې د ښوونکي په حيث پاتې شوی دی. د طالبانو په دور کې يې د سپورټ لپاره جمنازيم جوړ کړی او زنداني شوی هم دی، په ۱۳۸۰ لمريز کال کې يې د اسرار مزمل په نوم ساختماني شرکت جوړ کړی دی.
داړيکې شمېره : ٠٧٠٠٦٠٢٩٧٣
١۷۰- جنرال نقيب الله محبت
د لغمان د خلکو استازى ، رايې : ۵۲۰۲
جنرال نقيب الله محبت د محمد الله زوی ، چې په ۱۳۴۰ لمريز کال کې د لغمان مرکز مهترلام بابا کې زيږيدلی دی. نوموړى په ۱۳۶۰ لمريز کال کې د لغمان د ښار د روښان له لېسې فارغ شوی او بيا يې په پاکستان کې د جمعيت اسلامي ګوند په حربي پوهنتون کې نظامي زده کړې تر سره کړې دي، په ختيخ زون کې د جمعيت اسلامي ګوند جهادي قوماندان و او د لغمان امنيه قوماندان پاتې شوی دی. په ۱۳۷۱- ۱۳۸۰ کلونو کې د ATC د ماين پاکۍ موسيسې د ټيم مشر و ، په ۱۳۸۲ لمريز کال کې د لغمان د ۱۰۰ مې فرقې قوماندان وو او د اساسي قانون په لويه جرګه کې يې ګډون کړی دی.
داړيکې شمېره : ٠٧٠٠٣٩٩٩٠٠
۱۷۱- ذيفنون صافۍ
د لغمان د خلکو استازې ، رايې : ۲۳۳۶
ذيفنون صافۍ د احمد خان لور ، چې په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د لغمان مرکز د مهترلام بابا د ښار په نانکزي کلي کې زيږيدلې ده. نوموړې په ۱۳۶۸ لمريز کال کې د لغمان له مستوره لېسې څخه فارغه او په ۱۳۷۵ لمريز کال کې د لغمان د ښوونکيو د انسټيټيوټ د ۱۴ ټولګي سند تر لاسه کړی دی. د څلورو کلو نولپاره د A.D.A د موسيسې د ولايتي ټرينرې ، په ۱۳۶۸ -۱۳۸۴ کلونو کې د لغمان د مستوره په لېسې کې ښوونکې ، دغه راز په ۱۳۸۱-۱۳۸۴ کلونو کې د لغمان د ښځو د چارو رييسه او په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د ولسي جرګې د ۱۵ مې دورې غړې پاتې شوې او د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند غړې هم ده .
داړيکې شمېرې :۰۷۹۹۲۷۳۲۸۳ او ۰۷۰۵۶۱۶۳۰۳ برېښناليک: [email protected]