Call to build coordination between Laghman officials, PC

مهترلام (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٤): د لغمان  د ولايتي شورا منشي وايي چې دولتي ادارې ورسره همغږي نه لري، خو بيا هم دوى هڅه کړې چې د يو شمېر دولتي ادارو له کارونو ليدنه او څارنه وکړي.
مجمد ظاهر حسين خېل له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د ولسونو په همکارۍ سره خپل کارونه پر مخ وړي.
د هغه په وينا، د لغمان  د ولسونو او قومونو د خدمت لپاره د ولايتي شورا دروازه د ټولو پر مخ خلاصه ده او د خلکو ستونزو ته يې پر خپل وخت ځان رسولى دى.
د ولايتي شورا منشي وايي، د لغمان ډېرى دولتي ادارې له دوى سره همغږي نه لري خو بيا هم دوى له يو شمېر ادارو ليدنې کړې او د دوى چارې يې څارلې دي.
ده زياته کړه: ((موږ تر خپله وسه هڅه کړې چې پر خپل وخت او ژر د خلکو ستونزې هوارې کړو.))
حسين خېل دا هم وويل چې د ولايتي شورا مشرتابه، اداري پلاوى او غړي يې په خپلو کې سره ښه همغږي لري او خپل کارونه په ښه توګه ترسره کوي.
د هغه په وينا، د يوه ورکشاپ له لارې يې ولسمشر اشرف اغني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ته د دغه ولايت د پوهنې، کرنې، عامې روغتيا او د امنيت په برخو کې ځيني وړانديزونه وکړل چې د هغوى له خوا ورسره د هوارولو ژمنې وشوې.
حسين خېل وايي چې په تېرو اوو مياشتو کې يې ډېرې لاسته راوړنې درلودې،  له يو شمېر دولتي ادارو سره يې ليدنې کړې او د هغوى کارونه يې ارزولي دي.
نوموړي زياته کړه چې په دې موده کې يې د خلکو ډېرو ستونزو ته ځان رسولى دى.
د لغمان ولايتي غړى عتيق الله عبدالرحيمزی وايي چې په دغه ولايت کې د ولسونو تر منځ همغږي شته؛ ځکه په ټولو سيمو کې ښوونځي فعال دي او تر اوسه د نا امنيو له امله کوم ښوونځى نه دى تړل شوى.
د هغه په وينا، د امنيتي ځواکونو او ارګانونو د ښو فعاليتونو له امله د لويو لارو امنيت تامين دى او دولتي مامورين په اسانه کولى شي خپلو کورونو ته تګ راتګ وکړي.
عبدالرحيمزي وويل چې په ولسواليو کې د ځايي شوراګانو او قومي مشرانو په مرسته او هلو ځلو د خلکو د ستونزو د هواري هڅې کوي.
نوموړي له دولته وغوښتل چې له دغه ولايت څخه نورو سيمو ته خدمتي لېږل شوي د لوا کنډکونه او د عامه نظم پوليس بېرته په دغه ولايت کې پر دندو وګوماري.
دغه راز هغه له حکومته په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل د زياتوالي غوښتنه هم وکړه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.