د لغمان پاتې کانديدان: ډېرى کانديدانو په درغليو ولايتي شورا ته لار موندلې

مهترلام (پژواک ٦ لړم ٩٣): د لغمان ولايتي شورا ځينې پاتې کانديدان نيوکه کوي چې د شکايتونو کمېسيون سليقوي برخورد کړى او د معاملو په صورت کې يې کانديدان بريالي اعلان کړي دي.

د ولايتي شورا ګانو د ټاکنو پايلې تر نږدې اتو مياشتو ځنډ وروسته د لړم په درېيمه نېټه اعلان شوې چې يو لړ غبرګونونه يې له ځان سره لرل.

د لغمان ولايتي شورا د برياليو کانديدانو له لېسته پاتې کانديد ګلزار سنګروال وايي چې د شکايتونو کمېسيون کومې پرېکړې چې شوي، ټولې د معاملو له مخې شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((د شکاياتو کمېسيون پرېکړې ټولې سوداګريزې وې او يوازې د پيسو په بدل کې يې پرېکړه اعلان کړه.))

د سنګروال په خبره چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د شکايتونو په کمېسيونو کې يو شمېر داسې کسان موجود وو چې يواځې يې معامله ګري او فساد ته لاره هواروله او د لغمان ولايتي شورا په برياليو نوماندانو کې يې داسې کسان بريالي کړي چې د کاميابۍ وړ نه وو.

د لغمان اوسېدونکى فرهاد بيا وايي چې يو شمېر نوماندانو ريښتيا هم رايې وړې وې خو ځيني يې داسې کسان دي چې په ټول لغمان کې يې ښايي ٢٠ پاکې رايې هم نه وې وړې.

ده زياته کړه: ((د ولايتي شورا په وروستي لېست کې هغه کسان راغلي کومو چې پيسې لرلې او په کابل کې يې پيسې ورکړې وې، يو يا دوه به داسې کسان وي چې په رايو راغلي وي.))

دى زياتوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د شکايتونو کمېسيون يو شمېر کار کوونکي بايد څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي او ياده موضوع بايد تعقيب شي.

د لغمان يوه بريالي نوماند پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرته له شکه په ټول هېواد کې درغلۍ شوې خو د لغمان په ولايت کې هم يو شمېر کسان په روابطو او پيسو د ولايتي شورا څوکۍ ته کامياب شوي دي.

دى وايي: ((که موږ پرې سترګې پټې نه کړو، په لغمان کې يوازې درې تنه پر خپلو رايو کامياب شوي او نور ټول په فساد راغلي دي.))

بلخوا د نورستان ګڼ اوسېدونکي او پاتې نوماندان هم شکايت کوي چې د نورستان ولايتي شورا ته هغه نوماندان بريالي شوي کوم چې له ولايتي ادارې او ټاکنو خپلواک کمېسيون سره ښې اړيکې او واسطې لري.

د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکي سلطان مير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې يواځې دوه کسان پر خپلو پاکو رايو ولايتي شورا لار موندلې او پاتې نور ډېرى په واسطو او پيسو کامياب شوي دي.

ده وويل: ((د ټاکنو په ورځ خو بې شمېره درغلۍ وشوې، خو ځيني کره ثبوتونه او شواهد په بېلابېلو ځايونو کې له منځه ولاړل او يا هم ورته چا پاملرنه ونه کړه.))

د نورستان ولايتي شورا ته د يوه ناکام کانديد ورور هاشم پژواک اژانس ته وويل چې په نورستان کې ټاکنې يوازې په دولتي مرکزونو کې شوې دي.

دى وايي چې له دوى څخه د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د شکايتونو کمېسيون يو شمېر چارواکو د پيسو غوښتنه کړې وه، خو دوى يې غوښتنه نه وه منلې نو ځکه يې ورور ولايتي شورا لار ونه مونده شو.

نوموړى وايي: ((چا چې پيسې ورکړې او څوک چې واسطې لري هغوى ټول کامياب شول، خو د ولس ريښتيني خدمتګاران ناکام شول.))

د نورستان د ولايتي شورا پخواني رييس امان الله مذهبيار پژواک اژانس ته وويل چې که څه هم په ټول هېواد کې په ټاکنو کې درغلۍ شوې خو نورستان هغه ولايت دى چې په کې تر ټولو زياته درغلي وشوه.

دى وايي که څه هم په خپله ولايتي شورا ته نه و نوماند خو د يوه افغان په توګه يې له دغه بهيره څارنه کړې او په پراخه کچه دراغلۍ په کې وشوې.

ده زياته کړه: ((داسې نه ده چې څوک ناکام شوي هغوى درغلي نه ده کړې، بلکې دوى په درغلۍ کامياب او هغوى په درغلۍ کې ناکام شوي دي.))

د مذهبيار په خبره چې د نورستان ولايتي شورا ته په برياليو نوماندانو کې ډېرى پر درغليو راغلي او د يادو درغليو لپاره يې له بېلابېلو لارو کار اخيستى دى.

پژواک هڅه وکړه چې د لغمان او نورستان ولايتونو د ټاکنو خپلواکو کمېسيونونو نظرونه واخلي خو ونه توانېد.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.