Gunmen seen as a threat to Laghman peace

جلال اباد (پژواک، ٩ لېندۍ ٩٣): د لغمان د ولايتي شورا منشي وايي، په لغمان کې د امنيتي ستونزو د ډېروالي يو لامل په دغه ولايت کې د نا مسوولو وسله والو پراخ شتون دى.

د لغمان د ولايتي شورا منشي حاجي محمد ظاهر حسن خېل د لېندۍ په ٩مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په لغمان ولايت کې ګڼ شمېر نامسووله وسله وال موجود دي، خو تر اوسه يې د مخنيوي لپاره چا کار نه دى کړى.

هغه ونه ويل چې دا ډلې په چا پورې تړاو لري.

دى وايي چې په لغمان ولايت کې د نامسووله وسله والو ډېروالى د دغه ولايت امنيت ته ستر ګواښ پېښ کړى او دوى ياده ستونزه له ولايتي ادارې سره هم شريکه کړې ده.

د ده په خبره چې د لغمان نوې ولايتي شورا ټول وکيلان په شريکه هڅه کوي چې په دغه ولايت کې له ولايتي ادارې سره همکاري وکړي او د غيرې قانوني کړنو مخه ونيسي.

نوموړى په دغه ولايت کې د ناامنۍ ډېروالى د پوهنې په برخه کې نيمګړتياوې، د بيارغونې د کارونو په ټپه درېدل او د ولس او حکومت تر منځ واټن هغه لومړنۍ ستونزې ګڼي او دوى به يې په مخنيوي کې هلې ځلې وکړي.

ده وويل: ((اوس ولس او حکومت سره ډېر واټن لري، په کار ده چې ولس او حکومت سره نږدې کړو که چېرې حکومت ولس په غېږ کې ونيسي نو انشاء الله ستونزې کمېږي.))

حسن خېل وايي چې په دغه ولايت کې د ولس او حکومت تر منځ واټن ډېر زيات دى چې تېرې ولايتي شورا هم د دغه واټن په کمولو کې کوم رغنده رول نه دى لوبولى.

دى زياتوي چې فساد، خپلسرۍ او غيرې قانوني کړنې هغه څه دي چې د دغه واټن د زياتېدو لامل ګرځېدلي او د دوى هڅه به د فساد پر ضد کلکه مبارزه وي.

نوموړي وويل: ((د ولايتي شورا په برخه کې عامه ذهنيت دا دى چې تل به له ولايتي ادارې سره په جنجالونو بوخته وي، خو موږ ټولو نوو وکيلانو ژمنه کړې چې د ولايتي ادارې ستونزې به ور په ګوته کوو او په ګډه به کار کوو.))

د ده په وينا چې په دې وروستيو کې ټولو وکيلانو د لغمان پر ځينو ادارو څار پيل کړى او د دغه په نتيجه کې د ستونزو په کچه کې يو څه کمى راغلى دى.

دى وايي چې په تېرې ولايتي شورا کې يو شمېر وکيلان موجود وو چې د وکالت په دور کې د غيرحاضرۍ کچه لوړه وه خو اوسنۍ ولايتي شورا به د تېرې ولايتي شورا په څېر نه وي او د ستونزو د حل لپاره به کار کوي.

دى په دغه ولايت کې د روغتيايي مراکزو يادونه هم کوي او وايي چې په ګڼو مرکزونو کې ستونزې موجودې دي، خو دوى له يو شمېر مراکزو ليدنې پيل کړې او د دغه څار په صورت کې به ټولې ستونزې اړوند مشرانو ته ورسوي او د حل کلکه غوښتنه به ترې وکړي.

د ولايتي شورا منشي وويل: ((له ځينو مراکزو څخه چې موږ لېدنې وکړې نو ستونزې وې خو د حل لپاره راته د ادارو مشرانو ډاډ راکړى خو زموږ څار به دوام ولري.))

ده په دغه ولايت کې د پوهنې په برخه کې د ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې په لغمان کې ګڼ ښوونځي د سرپناه ستونزه لري، په لرو پرتو سيمو کې د مسلکي ښوونکو کمښت موجود دى او بايد د پوهنې په برخه کې د بيارغونې ګڼې پروژې پلې شي.

دى وايي چې دوى به له مرستندويه موسسو سره اړيکې ونيسي او له هغو به د مرستو غوښتنه وکړي، تر څو هغه پټې ستونزې چې په لغمان کې موجودې دي، حل شي.

د لغمان د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکي عنايت پژواک ته وويل چې رښتيا هم په دغه ولايت کې غيرې مسووله وسله وال امنيت ګواښي.

ده له دولته غوښتنه وکړه چې له يادو وسله والو وسلې ټولې کړي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته تاييد کړه چې په دغه ولايت کې لا هم نا مسووله وسله والو شته خو د تېر کلونو په کچه نه دي.

ده وويل چې د دغه ولايت سرپرست والي د نامسووله وسله والو د مخنيوي لپاره ښاري کمېسيون جوړ کړى او دنده يې ورته سپارلې چې دغسې ډلې ونيسي او بې وسلې يې کړي.

هغه د نامسووله وسله والو ډلو د شمېر په تړاو څه و نه ويل خو يادونه يې وکړه چې يادې ډلې له پخوا پاتې دي او پوليس يې د بې وسلې کولو په لټه کې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.