By: پژواک , Date:05/03/2019
جلال اباد (پژواک، ۱۴ کب ۹۷): د لغمان اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو ټاکنو کې د نا امنيو له امله د ښځو ونډه کمه وه او که تر راتلونکو ټاکنو مخکې امنيت ټينګ نه شي، نو ښايي لغ... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Laghman.To see other videos

۳۹-  الحاج مکرم خان ناصري
   انتخابي سناتور
 
الحاج مکرم خان ناصري د ميراجان زوی ، چې په ۱۳۴۱ لمريز کال کې د لغمان ولايت د قرغه يو  په  ولسوالۍ کې زېږېدلی ، تر دوولسم ټولکي پورې يې زده کړې کړي او د افغانستان د اسلامي دعوت ګوند غړی دی.
 د اړيکې شمېره:   ۰۷۷۶۴۵۸۸۷۷
 
۴۰-   واحده  صافۍ
   انتخابي سناتوره
 

د لغمان ولايتي شورا نهه غړي لري، چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې پنځو پخوانيو غړو کولى شواى  خپلې څوکۍ وساتي.
دې شورا د داخلي ټاکنو په ترڅ کې لاندې کسان د اداري پلاوي د غړو په توګه د يوه کال لپاره ګومارلي دي:
رييس: محمد رفيع مموزى  
مرستيال: اجمل وفا
منشي: محمد ظاهر حسين خېل
 
1. - محمد رفيع مموزى:

لغمان ولايت د  مرکز په ګډون شپږ اداري واحدونه لري، چې  مهترلام ددې ولايت مرکز، اليشنګ، الينګار، دولت شاه، قرغه يي او بادپښ يې ولسوالۍ دي .
۱- مهترلام:
مهترلام ددې ولايت مرکز دى، دلته د ولايت مقام ترڅنګ ټولې دولتي ادارې شتون لري، د مهترلام بابا زيارت  ددې ښار اهميت  نور هم زيات کړى دى.
په دې ښار کې پراخې کرنيزې ځمکې شتون لري او خلک يې په کرنه بوخت دي،  په مهترلام کې ٥١ کلي دي ، چې مهم يې ، چهاردهي، تګړۍ، حيدرخاني، عمرزي، پشه يي، اليشنګ، ده زيارت، شمنګل، تاجګړي، چندول، اندروړ او بصرام دي.
۲- الينګار :

ډاکټر فضل الله مجددي د عبدالحى مجددي زوى ، چې  په ١٣٣٦ لمريز کال  کې د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې زېږېدلى دى، له کابل پوهنتون څخه يې په حقوقو کې لېسانس سند ترلاسه کړى دى ، نوموړي د تاريخ او په سياسي برخه کې يو شمېر کتابونه هم ليکلي دي.
هغه د شوروي اتحاد ديرغل پر مهال په لوګر ولايت کې د جمعيت اسلامي ګوند د مجاهدينو مشر قوماندان و، د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په دې ولايت کې د ملي اردو د کنډک د قوماندان اوبيا وروسته د والي په توګه وټاکل شو.
مجددي  د ولسي جرګې  په تېره (پنځلسمه ) دوره  کې د لوګر د خلکو  استازى و.

لغمان د افغانستان يو له ختيځو ولايتونو څخه دى، دا ولايت په ١٣٤٣ لمريز کال کې تاسيس شوى دى، مرکز يې د مهترلام ښار دى.
لغمان ولايت  ۳٬۸۴۳ کيلو متره مربع مساحت لري ، د ٢٠٠٩ کال د سرشمېرنې له مخې، ددې ولايت نفوس ٤٣٥ زره تنه اټکل شوى او د بحر له سطحې څخه ٧٧٢ متره لوړ دى.
په دې ولايت کې پښتانه، تاجک او پشه يي ډېر مېشت دي، د وروستيو شمېرنو له مخې، پښتانه په کې  ٥٨ سلنه، تاجک او پشه يي ٢١، ٢١ سلنه دي.
په دې ولايت کې ډېرى قبيلې د پښتنو دي، چې د بېلګې په توګه ساپي، سهاک، هوت خېل، ، خروټي ، الکوزي، تره خېل، رستم خېل،  مېچن خېل، اکاخېل، نيازي او وردګ دي.

١۶۹-  انجنيرمحمدعالم قرار
د لغمان د خلکو استازى ، رايې : ۸۲۱۵
 
انجنيرمحمدعالم قرار د ملک ولي محمد زوی، چې په ١٣٣٨ لمريز کال کې د لغمان ولايت د الينګار په ولسوالۍ کې زيږيدلی دی ، نوموړی د الينګار د شيخ محمد حسين له لېسې څخه په ۱۳۵۵ لمريز کال کې فارغ شوی او بيا يې د کابل پوهنتون د انجنيري  پوهنځى تر درېيم ټولګي پورې لوستى، نوموړی په ختيځ زون کې د حزب اسلامي ګوند قوماندان او قومي مشر پاتې شوی دی .هغه د لغمان د امنيه قوماندان په حيث دنده تر سره کړې او د اساسي قانون او د سولې د مشورتي جرګې غړی پاتې شوی دی، په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د ولسي جرګې د ۱۵ مې دورې غړی هم وو.
 

جلال اباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١) : د لغمان والي فضل الله مجددي وايي، چې ځيني دولتي مامورين په دغه ولايت کې د دولتي ځمکو په غصب کې لاس لري.
مجددي دغه څرګندونې د کب په لومړۍ نېټه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.
د لغمان والي د ځمکو د غصب په اړه وايي، د لغمان اړوند يو شمېر دولتي ځمکې غصب شوې او دا هم نه ردوي چې ګواکې د ځمکو د غصب تر شا د ځينو دولتي چارواکو لاسونه موجود دي.
ده زياته کړه: ((موږ د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي لپاره يو کمېسيون جوړ کړى دى.))

 
جلال اباد(پژواک ٢٩ کب،٩١) : په لغمان ولايت کې د روان لمريز کال پر مهال ٣٥ لوى او واړه عمليات ترسره شوي ، چې له امله يې ١٦٢ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه څرګندونې د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ٢٩مه، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
 هغه زياته کړه ، دغه عمليات، چې د روان کال په اوږدو کې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې د افغان ځواکونو له خوا ترسره شوي ، په ترڅ کې يې ٨٦ ددولت وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

 
جلال اباد (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٢): په لغمان کې د سېلابونو له امله لسګونه کورونه زيانمن، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه تخريب شوې او لسګونه څاروي له منځه تللي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لغمان مرکز اړوند سيمو کې نږدې دوه ساعته پرله پسې تېز باران شوى، چې له امله يې په مرکز او يو شمېر نورو سيمو کې  سخت سېلابونه راوتلي دي.
نوموړى وايي، چې سېلابونو لسګونه کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه زيانمن کړي دي.
د ځواک د معلوماتو له مخې، چې د راوتلو سېلابونو له امله ګڼ شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: پژواک , Date:05/03/2019

​خلک: که لغمان کې امنيت ټينګ نه شي ښځې به ټاکنو کې ګډ...

جلال اباد (پژواک، ۱۴ کب ۹۷): د لغمان اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې په دغه و... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

Call to build coordination between Laghman officials, PC
By: پژواک , Date:31/05/2015

د لغمان ولايتي شور...

مهترلام (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٤): د لغمان  د ولايتي شورا منشي وايي چې دولتي... پاتی برخه

مرکې

مجددی: برخی مامورين دولتی در غصب زمين دخيل اند
By: Mahbubulla... , Date:24/07/2013
جلال اباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١) : د لغمان والي فضل الله مجددي وايي، چې ځ... پاتی برخه