Floods wreak havoc in Laghman

 
جلال اباد (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٢): په لغمان کې د سېلابونو له امله لسګونه کورونه زيانمن، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه تخريب شوې او لسګونه څاروي له منځه تللي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لغمان مرکز اړوند سيمو کې نږدې دوه ساعته پرله پسې تېز باران شوى، چې له امله يې په مرکز او يو شمېر نورو سيمو کې  سخت سېلابونه راوتلي دي.
نوموړى وايي، چې سېلابونو لسګونه کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه زيانمن کړي دي.
د ځواک د معلوماتو له مخې، چې د راوتلو سېلابونو له امله ګڼ شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.
هغه وايي، چې د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي له بېړنيو پېښو سره د مبارزې کمېټې ته جدي سپارښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې سېلاب ځپلې کورنۍ معلومې او د اړتيا وړ توکي ور ورسوي.
د سيمې يوه اوسېدونکي حارث پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سېلابونو يواځې ګڼ مالي زيانونه اوړولي دي.
دى وايي، چې په سېلابونو کې دوه تنه ټپيان شوي هم دي، نوموړي له دولت څخه له سېلاب ځپلو کورنيو سره د مرستې غوښتنه وکړه.
حارث زياتوي: ((يو خو روژه ده او بل سېلاب ګڼ شمېر کورونه زيانمن کړل، په کار ده چې ژر تر ژره مرستې ورسره وشي.))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.