مجددی: برخی مامورين دولتی در غصب زمين دخيل اند

جلال اباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١) : د لغمان والي فضل الله مجددي وايي، چې ځيني دولتي مامورين په دغه ولايت کې د دولتي ځمکو په غصب کې لاس لري.
مجددي دغه څرګندونې د کب په لومړۍ نېټه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.
د لغمان والي د ځمکو د غصب په اړه وايي، د لغمان اړوند يو شمېر دولتي ځمکې غصب شوې او دا هم نه ردوي چې ګواکې د ځمکو د غصب تر شا د ځينو دولتي چارواکو لاسونه موجود دي.
ده زياته کړه: ((موږ د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي لپاره يو کمېسيون جوړ کړى دى.))
د مجددي په خبره، چې د يادې موضوع په اړه يې جدي تصميمونه نيولي او په نږدې راتلونکي کې به يې پلي کړي.
والي د لغمان د امنيت په اړه وويل، د درېيو ولسواليو لارې چې د نا امنيو له امله له يو کال راهېسې تړل شوې وې، بېرته پرانيستل شوې دي.
هغه زياته کړه، د لغمان د اليشينګ، الينګار او دولت شاه ولسواليو لارې، چې له تېر يوه کال راهيسې د ناامنيو له امله تړل شوې وې، د امنيتي ځواکونو په مرسته يې خلاصې کړي او لا هم د دوى امنيتي ځواکونه په سيمه کې فعاليت کوي.
نوموړى وايي: ((مخالف وسلوال غواړي چې لغمان د ځان لپاره د يو مرکز په توګه وکاروي خو موږ يې مخه نيولې ده.))
د ده په وينا، د امنيت د ښه والي يواځېنى لامل، د ولايتي ادارې او نورو ادارو تر منځ همغږي ده.
مجددي وايي، چې په اوس وخت کې د لغمان د ګاونډيو ولايتونو په پرتله د دوى د پوليسو تشکيل په نيم برابر دى.
د لغمان والي زياتوي، چې په دغه ولايت کې ٤٥٠٠ سرتېري لري، په داسې حال کې چې په کونړ کې دغه شمېر لس زره دى.
د هغه په وينا، په لغمان کې د ملي اردو يو کنډک شته، چې دا د دغه ولايت امنيتي ستونزو ته په پوره ډول ځواب نه شي ويلى او که چېرې د امنيتي ځواکونو په تشکيل کې زياتوالى راشي نو ښايي د لغمان په امنيت کې نور هم ښه والى راشي.
والي مجددي زياتوي، چې په راتلونکو مياشتو کې په يو شمېر ولسواليو کې د عملياتو پلان هم لري چې ډېر ژر به پيل شي.
نوموړى وايي : ((لومړى به په بادپښ، الينګار او يو شمېر نورو ځايونو کې عمليات کوو، تر څو د مخالفو وسلوالو ريښې له منځه يوسو.))
نوموړى زياتوي، چې په لغمان کې د برېښنا شرکت هم لا په دې نه دى توانېدلى چې راغلې ١٦ مېګاواټه برېښنا تر ټولو ورسوي او وايي چې اوس يواځې له يو مېګاواټه برېښنا څخه ګټه پورته کېږي.
د هغه په وينا، د دغه ولايت سب سټېشن حتى د څلور مېګاواټه برېښنا د جذب توان نه لري؛ ځکه کوم قرار داد چې په دې برخه کې شوى، ناقص دى.
والي د برېښنا پر مرکزي ادارې غږ وکړ، چې د سب سټېشن د ظرفيت لوړاوي لپاره لاس په کار شي او د دوى ستونزې دې ور هوارې کړي.
مجددي په لغمان کې اداري فساد هم نه رد نه کړ او ويې ويل، تر اوسه پورې ورته داسې خاص او لويه موضوع د اداري فساد په اړه نه ده رسېدلې.
نوموړى وايي: ((چې مشر يې فساد ونه کړي کشران يې نه کوي او ما ټول پرسونل ته ويلي، که چېرې په اداري فساد ونيول شول بيا يې به يې په لغمان کې وروستۍ ورځ وي.))
په ورته وخت کې والي زياتوي، چې په ياد ولايت کې کوکنار هم کرل شوي خو په ډېره کمه اندازه او امنيتي ځواکونو ته يې دا مسووليت سپارلى چې د امنيت ترڅنګ به د کوکنارو او غصب مخينوى هم کوي.
دى په مرکزي ادارې بيا هم غږ کوي، چې له لغمان سره دې د پرمختيايي کارونو د بوديجې په ورکړه کې مرسته وکړي.