جلال اباد (پژواک، ۱۴ کب ۹۷): د لغمان اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو ټاکنو کې د نا امنيو له امله د ښځو ونډه کمه وه او که تر راتلونکو ټاکنو مخکې امنيت ټينګ نه شي، نو ښايي لغمان کې په ټاکنو کې ښځې برخه وانخلي.
مهترلام (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤ ) :د لغمان والي له خلکو وغوښتل چې په دې ولايت کې د کوکنارو د کر کيلي د مخنيوي لپاره له حکومت سره مرسته وکړي. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، په دې غونډه کې چې نن د ولايت په مرکز مهترلام ښار کې جوړه شوې وه، له والي عبدالجبار نعيمي او ځايي چارواکو سربېره ګڼ شمېر قومي مشرانو ، ديني عالمانو او کروندګرو هم برخه اخيستې وه. د لغمان والي ددې ولايت له کروندګرو مننه وکړه، چې په خپلو کروندو کې يې د کوکنارو پر ځاى نور فصلونه او په ځانګړې توګه سبزيجات کرلي.
جلال اباد (پژواک، ۱۴چنګاښ ۹۴): د لغمان والي وايي، چې د پوهنې سکتور ته يې پاملرنه په کاري لومړيتوب کې دی او ډېر ژر به د دغه ولايت ۲۵۰ اړو ښوونکو ته د اوسېدو لپاره ځمکه ورکړي. د لغمان والي عبدالجبار نعيمي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د پوهنې بهير پر وړاندې يې د شته ننګونو د حل لپاره کاري پلان جوړ کړى دى. هغه وايي چې د دغه پلان پر بنسټ به د لغمان ولايتي اداره د پوهنې په برخه کې ستونزې او لومړيتوبونه لېست کوي او وروسته به يې پر حل لارو فکر کېږي.
مهترلام (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٤): د لغمان نوى والي وايي چې تر هر څه مخکې به د دغه ولايت امنيت او بيارغونې ته پاملرنه کوي. عبدالجبار نعيمي چې د لغمان لپاره د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى، د غبرګولي په ٢١مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولايت چارواکو او خلکو ته معرفي شو. په مراسمو کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال عبدالمالک صديقي، ځايي چارواکو، د ولايتي شورا غړو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه. د لغمان مرستيال والي جميعت الله حميدي نوي والي ته د دغه ولايت د پوهنې، روغتيا، بيارغونې او امنيت په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
مهترلام (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٤): د لغمان د ولايتي شورا منشي وايي چې دولتي ادارې ورسره همغږي نه لري، خو بيا هم دوى هڅه کړې چې د يو شمېر دولتي ادارو له کارونو ليدنه او څارنه وکړي. مجمد ظاهر حسين خېل له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د ولسونو په همکارۍ سره خپل کارونه پر مخ وړي. د هغه په وينا، د لغمان د ولسونو او قومونو د خدمت لپاره د ولايتي شورا دروازه د ټولو پر مخ خلاصه ده او د خلکو ستونزو ته يې پر خپل وخت ځان رسولى دى.
جلال اباد- مزار شريف (پژواک،۶ غبرګولی ۹۴): په لغمان، بلخ او کابل ولايتونو کې يو شمېر پروژې بشپړې او د ځينو چارې پيل شوې. چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د دوو ټولګټو پروژو په پيل سره به ۳۰۰ هکټاره کرنيزه ځمکه او شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د اوبو د نه شتون له ګواښه په امن کې شي. د لغمان سرپرست والي ډاکټر فضل الله مجددي د غبرګولي په ۶مه يادې پروژو د پيل د چارو پرانيسته وکړه چې په ټوليز ډول پرې د څه باندې۲۴ ميليونه افغانۍ لښګت راځي. مجددي وويل چې د اليشنګ ولسوالۍ د سيند د اوبو د تخريب مخنيوي لپاره د۲۳۰ مترو په اوږود والي استنادي دېوال د جوړلو چارې نن پيل شوې.
مهترلام (پژواک، ۲۷ غويى ٩٤): د لغمان د پوهنې رياست وايي چې په دغه ولايت کې ١٣٠ ښوونځي ودانۍ نه لري. د دغه ولايت د پوهنې رييس محمدحضرت مجددي د غويي په ٢٧مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، په دغه ولايت کې ټول ٣٠٠ ښوونځي فعال دي چې له دې د ١٦٧ ښوونځيو ودانۍ نشته. نوموړې زياته کړه چې شاوخوا ١٣٠ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان تر ونو يا خېمو لاندې زده کړې کوي. مجددي وويل چې په دغه ولايت کې له يادو ښوونځيو يې ٦٦ ښوونځي احاطې لري او ٢٣٠ نور يې احاطې هم نه لري.
مهترلام (پژواک، ١٥ غويى ٩٤): د لغمان د ولايتي شورا د دوو وکيلانو ترمنځ نښته کې درى کسان وژل شوي او پنځه نورټپيان دي. د واحد الله په نو يوه عيني شاهد د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د مهترلام ښار د عصمت په څلور لاري کې ناڅاپه ډزې وشوې. هغه زياته کړه چې دا ډزې د ولايتي شورا د مرستيال انجنير اجمل وفا او يوسف ملنګزي د ساتونکو او پلويانو ترمنځ شوې دي. دى وايي چې په ډزو کې له دواړو لورو يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د خلکو له خوا روغتون ته وړل شوي دي.
جلال اباد (پژواک، ٩ لېندۍ ٩٣): د لغمان د ولايتي شورا منشي وايي، په لغمان کې د امنيتي ستونزو د ډېروالي يو لامل په دغه ولايت کې د نا مسوولو وسله والو پراخ شتون دى.
د لغمان د ولايتي شورا منشي حاجي محمد ظاهر حسن خېل د لېندۍ په ٩مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په لغمان ولايت کې ګڼ شمېر نامسووله وسله وال موجود دي، خو تر اوسه يې د مخنيوي لپاره چا کار نه دى کړى.
هغه ونه ويل چې دا ډلې په چا پورې تړاو لري.
مهترلام ، محمود راقي ( پژواک، ١٤ لړم ٩٣ ) : د لغمان او کاپيسا د ولايتي شوراګانو د نويو وکيلانو د لوړې مراسم ترسره شول. د لغمان د ولايتي شورا وکيلانو د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لوړه وکړه او له ولس سره يې د خدمت ګولو ژمنه وکړه. د لغمان مرستيال والي جمعيت الله حميدي په غونډه کې له نوې ولايتي شورا څخه غوښتنه وکړه چې دوى بايد له تېرې ولايتي شورا څخه ښه کار وکړي، تر څو په راتلونکي کې هم ولس ورته رايه ورکړي. ده زياته کړه : (( نوې ولايتي شورا بايد د تېرې ولايتي شورا نيمګړتياوې په پام کې ونيسي او بيا دې کړنې وکړي.))