By: پژواک , Date:23/10/2018
فراه (پژواک، ١ لړم ٩٧): ځينې سرچينې وايي، طالبانو فراه کې ١٨ تنه ځکه نيولي او دوه يې وژلي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې يې رايې کارولې دي، خو طالبان وايي چې ياد دوه کسان دوى نه دي وژلي. د فراه د مرکز اړوند د شمالګاه س... پاتی برخه
By: همايون ذهين , Date:05/06/2014
  فراه – هرات  (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٣): د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله وايي، چې د بريا په صورت کې په فراه ولايت کې د بخش اباد د اوبو او برېښنا جوړولو ته ژمن دى. عبدالله عبدالله له خپل مرس... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Fraud Tazkeras distributed for rigging in one of the polling stations in Farah province during 2018 Wolesi Jirga elections

 فراه(پژواک، ٢٣سلواغه ٩٣): د ايران سرحدي پوليسو دغه هېواد ته د افغانانو له ٢١ کسيزې روانې ډلې څخه دوه  تنه وژلي او اووه نور يې  ټپيان کړي دي.
دغه ټکى د فراه د جوين ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم ساتنمن نثار احمد نن پژواک خبري اژانس ته څرګند کړ او ويې ويل چې دغه ٢١ تنه په ناقانونه ډول د کار لپاره ايران ته تلل.
 نثار احمد زياته کړه چې دغه ٢١ کسيزه ډله د سلواغې په ٢١مه شپه د جوين ولسوالۍ له ميلک سيمې څخه تېره شوې او د ايران په خاوره کې پرې د هغه هېواد د سرحدي ساتونکو له خوا ډزې شوې دي.

فراه (پژواک، ١٩ دلو ٩٣): د فراه له پشتکوه ولسوالۍ تښتول شوي ٧ کسان چې پنځه يې د ښوونځي زده کونکي دي، خوشي شول.
د پشتکوه ولسوال عبدالرحيم حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان وسله والو طالبانو تېره چهارشنبې وروسته له هغه وتښتول چې امنيتي ځواکونو له طالبانو سره د تړاو په تور يو تن ونيو.
د هغه د معلوماتو له مخې، له يادو کسانو يو يې د دې ولسوالۍ په مرکز کې  د "شهداى ګمنام" لېسې ښوونکى دى او پنځه  نور د همدې لېسې زده کوونکي دي.
دى وايي چې په تښتول شوو کې يو اتيا کلن سپين ږيرى هم شامل و.

فراه، قلعه نو (پژواک ١٣ سلواغه ٩٣): په فراه او بادغيس ولايتونو کې لسګونو تنو له ولايتي شوراګانو د څارنې د حق اخيستو په غبرګون کې لاريون وکړ.
ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ولايتي شوراګانو قانون په تعديل شوې طرحه کې له ولايتي شوراګانو د څارنې رول د رايو په اکثريت رد کړ. د دې پرېکړې په غبرګون کې د ولايتي شوراګانو ډېرى دفترونه وتړل شول.
په همدې تړاو، نن له غرمې مخکې د فراه په مرکز کې د دې ولايت د مرکز او ولسواليو شاوخوا ٢٠٠ تنو لاريون وکړ.

 فراه (پژواک ٥ سلواغه ٩٣): خداداد، د روان کال په غبرګولي مياشت کې د ولسمشر د حکم له مخې، د فراه د خاکسفيد ولسوالۍ د سرپرست په توګه ټاکل شوى، خو د دغه ولايت د ګوښه شوي والي په امر تر اوسه پورې په دنده نه دى ګومارل شوى.
 د پژواک خبري اژانس د معلوماتو له مخې، خداداد چې په شپږم بست ګومارل شوى؛ تر اوسه پورې يواځې د ولسوالۍ د دويم بست ٤٧٠٠ افغانۍ معاش تر لاسه کوي او د ولسوالۍ د بست ٤٠٠٠٠ افغانۍ امتياز اوس هم پخواني ولسوال عبدالخالق ته ورکول کېږي.

فراه (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٣): د فراه د سرپرست والي په ګډون  يو شمېر لوړپوړي چارواکي د اختلاس په تور له دندو ګوښه او لويې څارنوالۍ ته ور  وپېژندل شول .
د خپرو شويو راپورونو له مخې، په دې کسانو کې د فراه سرپرست والي محمد عمر شېرزاد، امنيه قوماندان، د ملي امنيت رييس او د ګمرک کميسار او د هغه څلور همکاران د ولسمشر په امر، له دندو لرې شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
څه موده وړاندې هم،د هرات يو شمېر چارواکي د ولسمشر د فرمان له مخې، له خپلو دندو لرې او ځينې يې څارنوالۍ ته معرفي شول.

 

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: پژواک , Date:20/10/2018

د فراه ښار د ځینو مرکزونو لېستونو کې رایه ورکوونکو خپ...

فراه (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): د فراه ښار د رايو په ځينو مرکزونو کې لسګونو کسانو د ر... پاتی برخه

سرغړونې

By: پژواک , Date:23/10/2018

فراه کې د ټاکنو په تړاو دوه تنه وژل شوي او طالبانو ١٨...

فراه (پژواک، ١ لړم ٩٧): ځينې سرچينې وايي، طالبانو فراه کې ١٨ تنه ځکه نيولي او... پاتی برخه

ګوندونه

Farah protesters demand swift election results
By: همايون ذهي... , Date:04/09/2014

لاريون کوونکي: نوى ولسمشر دې ژر تر ژره اعلان شي

  فراه (پژواک ۱۳ وږی ۹۳): په فراه کې د افغان ملت ګوند له خوا لاريون وشو... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

د فراه د خاکسفید سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي
By: همايون ذهي... , Date:13/09/2015

د فراه د خاکسفید س...

فراه (پژواک، ٢٢ وږی ۹۴): د فراه په خاکسفید ولسوالۍ کې له پنځو ورځو راهيسې د رو... پاتی برخه

مرکې

ټاکنيز کړکېچ فراه کې د لويو پروژو کارونه درولي
By: پژواک , Date:17/09/2014
  فراه (پژواک ۲۶ وږی ۹۳): په فراه کې د ټاکنيز کړکېچ له امله د نورو اقتصا... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

عبدالله: د فراه د بخش اباد د اوبو بند جوړوم
By: عبدالله: د فراه د بخ... , Date:05/06/2014

عبدالله: د فراه د بخش اباد د اوبو بند جوړوم

  فراه – هرات  (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٣): د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو ن... پاتی برخه