انجنير محمد عمر شېرزاد  د حاجي عبدالصمد زوى، چې په ١٣٤٥ لمريز کال کې د کندهار  د پنجوايي ولسوالۍ په پاشمول سيمه کې زېږېدلى دى. لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې د کندهار په احمد شاه بابا لېسه کې ترسره کړې دې.
هغه د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال دافغانستان د خلکو په جهاد کې ونډه اخيستې او د پير سيد احمد ګيلاني په مشرۍ د محاذ ملي افغانستان جهادي ډلې غړى و، خو بيا د مولوي خالص په مشرۍ اسلامي حزب سره يو ځاى شو.  
نوموړي د سوېل زون د ملي امنيت د مسوول په توګه دنده ترسره کړې ده. دغه راز شېرزاد د کندهار د معادنو د رييس په توګه کار کړى، په ٢٠٠٥ زېږديز کال کې د مشرانو جرګې غړى و او د  اروزګان د والي په توګه يې هم دنده ترسره کړې ده. هغه په پښتو، دري او انګليسي ژبو خبرې کولى شي .
د ټېلېفون شمېرې   0799 484 288
بريښناليک:    [email protected]