۱۳- ګل احمد اعظمي:
انتخابي سناتور
 
ګل احمد اعظمي د غلام حضرت زوى، چې په ١٣٤٨لمريز کال کې د فراه ولايت پشت رود ولسوالى کى زيږيدلى دى، د کابل حربي پوهنتون څخه يې د ليسانس سند ترلاسه کړى ، هغه مخکى د حربي پوهنتون د افسر په توګه، د ساتونکي، دکنډک قوماندان، د هرات په ٤ قول اردو کې د يرغليز ديسانت غنډ قوماندان، د رييس ارکان ، د هرات ٤٣غنډ ځانګړي نظم قوماندان، د محصلينو د کنډک قوماندان،د فراه ولايت په معارف کې د ښوونکي او مفتيش په توګه دندې ترسره کړې دي.
 
اړيکو شمېرې :0799243761 -0793415195
 
۱۴- بلقيس روشن :
انتخابي سناتور
روشن د سرفراز لور ، چې په ١٣٥٢لمريز کال کې په فراه ولايت کې زيږيدلې ده، تر څوارلسم ټولکي پورې يې زده کړې کړي او اوسمهال دکابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصله ده،  مخکې د ښوونکې په توګه، د ولايتي شورا دلومړۍ دورې غړې  او په غير دولتي موسسو کې يې  دندې ترسره کړې دي.
د اړيکې شمېره: 0799600197
بريښناليک:      Gemail.com@ Belqis-roshan