-
١-فریاد راډیو:
دا راډیو په ۱۳۹۰ کال کې د خلیل امیري له لوري په فراه کې رامنځته شوې، چې دوه تنه په کې په کار بوخت دي. شاوخوا دوه اویا کیلومتره سیمه تر پوښښ لاندې لري.
د اړیکو شمېره: ۰۷۹۸۰۴۵۰۵۰ ـ ۰۷۰۰۶۶۶۶۹۶
برېښنالیک: [email protected]
٢-اوښکه:
دا په فراه کې فعاله چاپي خپرونه ده ، چې په ۱۳۸۸ کال کې د ولایت د فرهنګیانو او شاعرانو د ټولنې له لوري رامنځته شوه. په دې خپرونه کې لس تنه په کار بوخت دي او مشري یې احمدشاه فطرت کوي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۶۲۵۱۶۶
برېښنالیک: [email protected]
٣-فراداتا مجله:
دا هم په فراه کې چاپېدونکې مجله ده، چې د ولایت مقام له لوري د غلام مختار راهب په مشرۍ رامنځته شوې ده.
د اړیکو شمېره: ۰۷۹۹۴۱۵۲۸۴
برېښنالیک: [email protected]
٤-همګان مجله:
دا په فراه کې یوه فعاله چاپېدونکې (دوه میاشتنۍ) مجله ده، چې په ۱۳۸۷ کال کې د همګان د علمي او فرهنګي خپلواکې ټولنې له لوري د محمدهمایون ذهین په مسوولیت رامنځته شوې ده. په فراه سربېره په هرات او یوشمېر نورو ولایتونو کې هم وېشل کېږي. ۱۴ تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړیکو شمېرې: ۰۷۹۴۳۵۵۹۷۳ ـ ۰۷۰۳۴۰۶۴۰۰
برېښنالیک: [email protected]
٥-سیستان جریده:
دا جریده په فراه کې یوه فعاله خپرونه ده،چې په ۱۳۲۶ کال کې د اطلاعاتو او کولتور ریاست له لوري رامنځته شوې، چې اوس یې مسوول مدیر محمدجمعه پیکار دی. په دې جریده کې ۵ تنه په کار بوخت دي.
د اړیکو شمېرې: ۰۷۹۷۱۸۱۷۸۸
٦-ملی راډیو او تلویزیون:
د فراه ملی راډيو تلویزیون یواځې د شپې له خوا د ۵ ساعتو لپاره خپرونې لري. ملی تلویزیون د فراه د مرکز سربیره، پشت رود، بالابلوک، خاکسفید، بکوا او شیبکوه ولسوالۍ هم تر پوښښ لاندې لري. ملی راډیو ١٨ ساعته خپرونې لري. د دې راډيو سیمه ییزې خپرونې د سهار له ۸ بجو څخه تر ۱۲ بجو پورې وې. د فراه ملي راډیو د فراه له مرکز څخه تر ۷۰ کیلومتره پورې تر پوښښ لاندې لري. اوس مهال د فراه د ملی راډیو تلویزیون آمر، محمد هاشم عمري دی.
د اړیکو شمېره: ۰۷۹۷۲۹۱۰۲۶
٧-اُسوه:
اسوه په فراه کې چاپي خپرونه ده، چې په ۱۳۸۶ کال کې د توحید علمي او کولتوري مرکز(د جمعیت اصلاح نماینده ګۍ) له لوري د محمدابراهیم خلیل په مشرۍ رامنځته شوې ده.
د اړیکو شمېرې: ۰۷۹۵۹۴۱۸۷۵- ۰۷۹۹۶۰۱۸۵۹
برېښنالیک: [email protected]
٨-ازانګه:
دا په فراه کې یوه چاپي خپرونه ده، چې په ۱۳۹۲ کال کې د پیر روښان ادبي او کولتوري ټولنې له لوري د خوشحال ځلاند په مشرۍ رامنځته شوې ده. ۱۱ تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړیکو شمېره: 0798274112
برېښنالیک: [email protected]
٩-فراه سپورټ:
فراه سپورټ په دې ولايت کې چاپي خپرونه ده، چې په ۱۳۹۱ کال کې د فراه ولایت د ورزشي آمریت له لوري د عبدالرحمن زعیم په مسوولیت رامنځته شوې ده.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۵۹۴۱۸۷۵
برېښنالیک: [email protected]
١٠-پاڅون:
دا په فراه کې یوه چاپېدونکې خپرونه ده، چې په ۱۳۹۱ کال کې په هرات پوهنتون کې د فراهي زده کړیالانو د ټولنې له لوري د عزیزالله بشارت په مسوولیت رامنځته شوې ده.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۶۴۱۹۴۲
برېښنالیک: [email protected]
١١-فراه غږ:
فراه غږ هم په دې ولايت يوه چاپي خپرونه ده، چې په ۱۳۹۰ کال کې د فراه د ولایتي شورا له لوري د محمدهمایون ذهین په مسوولیت رامنځته شوې ده. اوس مهال شهلا ابوبکر ددې خپرونې مسوول مدیر دی او ۷ تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۴۳۱۳۱۲۴