د فراه ولايتي شورا ٩ څوکۍ لري. ددغې شورا درې پخواني غړي په دې وتوانېدل چې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري ١٦مې نېټې په ټاکنو کې خپلې څوکۍ وساتي. ددې شورا  نوى اداري پلاوى هم ټاکل شوى چې په لاندې ډول دى.
رييس : فريد بختور
مرستيال : خيرمحمدنورزى
منشي: شاه محمود نعيمي
 
 ١- دادالله قانع:
دادالله قانع د عبدالسلام زوى، چې په ١٣٦٧ لمريز کال کې د فراه په مرکز کې زېږېدلى . نوموړى د فراه په مرکز کې د شيخ ابونصر فراهي  لېسې  له ١٢ ټولګي څخه فارغ شوى . قانع اوسمهال په فراه کې د غرجستان د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د څلورم ټولګي زده کوونکى دى. نوموړى له ١٣٨٩ کال څخه تر ١٣٩٢ کال پورې د فراه په امنيه قوماندانۍ کې د مامور په توګه دنده اجرا کوله.
د اړيکو شمېره : ٠٧٩٩٦٤٠٧٣٦
 
 ٢- ګل احمد فقيري:
ګل احمد فقيري د نظرمحمد زوى، چې په ١٣٢٨ لمريز کال د فراه ولايت د پشت رود ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي تر ١٢ ټولګي پورې زده کړه کړې او له ١٣٤٧ کال نه تر ١٣٥٧ کال پورې ښوونکى او وروسته د يوه کال لپاره د فراه ولايت د کرنې رياست اداري مدير و. فقيري له ١٣٦٠ کال نه تر ١٣٦٣ کال پورې د درېيو کلونو لپاره د قلعه کاه د ولسوال او له ١٣٦٥ کال نه تر ١٣٦٨ کال پورې د وطن ګوند د مرستيال په توګه  يې دنده اجرا کړې ده.  نوموړى له ١٣٦٨ کال راهيسې د درېيو کلونو لپاره د فراه د مرکزي احصايې د مدير په توګه دنده اجرا کړې او د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د نوي حکومت پر لومړيو کلونو کې د قومونو او قبايلو  مرستيال رييس و . فقيري په ١٣٨٤ لمريز کال په فراه کې د کوچيانو رييس شو او په ١٣٩١ لمريز کال يې تقاعد واخيست. نوموړى په ١٣٩٣ لمريز کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې د خلکو د استازي  په توګه بريالى شو.
د اړيکو شمېره : ٠٧٩٩٦٤٠٦٢٠
٣- جميله اميني:
جميله اميني په ١٣٥٤ لمريز کال د فراه ولايت په تيوسک کلي کې زېږېدلې ده. اميني په فراه ولايت کې د شپې لېسې له ١٢ ټولګې فارغه او اوسمهال په فراه کې د غرجستان خصوصي لوړو زده کړو د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د څلورم ټولګي محصله ده. نوموړې له ١٣٨٥ لمريز کال څخه تر ١٣٨٧ کال پورې د ريګي د نجونو لېسې د ښوونکې او وروسته د دوو کلونو لپاره د همدې لېسې د مديرې په توګه کار کړى دى. نوموړې ددې د رسمي دندو ترڅنګ په غير دولتي موسسو کې هم کار کړى، د مدني ټولنې او ښځو د حقونو فعاله غړې ده او فراه ولايت کې د حرکت  خواهران په نامه د يوه بنسټ مسووليت هم ور د غاړې دى. مېرمن اميني همدارنګه په فراه  کې د سولې عالي شورا غړې ده او په دې ولايت کې د چرګانو ساتنې  او د مېرمنو لپاره په کرنيزه برخه کې د مېرمنو د  روزنکې په توګه هم کار کوي. نوموړې  په دوو لويو جرګو کې چې د حامد کرزي د حکومت پرمهال کابل  جوړې شوې، د فراه د ښځو په استازولۍ ګډون درلود.
د اړيکو شمېره :  ٠٧٩٧٧٤٦٥١٨
 ٤- فريداحمد بختور:
فريد احمد بختور د عبدالجليل زوى، چې په ١٣٦٥ لمريز کال کې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د يوه جهادي مخور په کور کې  زېږېدلى دى.  نوموړي تر دې وړاندې د يوه امنيتي شرکت مشري پر غاړه لرله او د ولايتي شورا د ١٣٩٣ لمريز کال په ټاکنو کې بريالى او وروسته د اداري پلاوي په ټاکنو کې د شورا د رييس په توګه وټاکل شو. بختور د پاکستان په اريانا لېسه کې تر ١٢ ټولګي پورې زده کړې کړې دي.
د اړيکو شمېره :  ٠٧٩٤٤٠٠٠٠٨
 ٥- خيرمحمد نوري:
خيرمحمد نورزي د ګل احمد نورزي زوى دى، چې  په ١٣٥٠ لمريز کال د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې زېږېدلى  . نوموړي د پاکستان په حضرت حسين او بي بي عايشه لېسو کې تر ١٢ ټولګي پورې زده کړې کړې دي. نورزي تر دې وړاندې ازاد کاروبار درلود او په دې ولايت کې يو قومي مخور  دى. نورزى د ولايتي شورا د غړو له لوري ددې شورا د مرستيال په توګه ټاکل شوى دى.
د اړيکو شمېره : ٠٧٩٩٦٠٣١٨٠
 ٦- عبدالبصيرخيرخواه:
عبدالبصير خيرخواه د حاجي نثار احمد زوى، چې په ١٣٣٧ لمريز کال کې د فراه د مرکز په خرمالق کلي کې زېږېدلى . خيرخواه د فراه په مرکز کې د ابو نصرفراهي  له لېسې  فارغ شوى او تر وکالت وړاندې يې قومي مشري کوله. نوموړى د طالبان د حکومت تر پرځېدو وروسته  د نوي حکومت له راتلو سره په دغه ولايت کې د ملي امنيت رياست کارکوونکى شو او تر دې وړاندې هم په دواړو دورو کې د فراه ولايتي شورا غړى و، همدارنګه د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې هم توانېده چې خپله څوکۍ وساتي.
د اړيکو شمېره :  ٠٧٩٩٦١٥٠٧٦
 
 
 ٧- شاه محمود نعيمي :
شاه محمود نعيمي د عبدالاحد زوى دى، چې په ١٣٣٦ لمريز کال کې د فراه د مرکز  په يزده کلي کې زېږېدلى  او په ١٣٥٧ لمريز کال  کې يې د شيخ ابونصر فراهي لېسه پاى ته رسولې ده. نوموړى په دې توانېدلى چې د ولايتي شورا د ١٣٩٣لمريز کال په ټاکنو کې تر بريا وروسته ددغې شورا د منشي په توګه وټاکل شي. نعيمي له ١٣٦٨ کال څخه تر ١٣٧٢ لمريز کال پورې د ايران په مشهد کې د افغانستان د غرب د جهادي جبهو د همغږۍ استازى و. په ١٣٨٢ لمريز کال کې يې په فراه ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دفتر د رييس په توګه هم دنده اجرا کړې ده.
د اړيکو شمېره : ٠٧٩١٣٣٥٩٨٠
٨- عبدالصمد صالحي:
عبدالصمد صالحي د صالح محمد زوى دى، چې په ١٣٣٠ لمريز کال کې د فراه په مرکز کې زېږېدلى  . صالحي په ١٣٥٩ لمريز کال کې د شيخ ابو نصر فراهي لېسې له ١٢ ټولګي څخه فارغ شوى او له ١٣٥٥ کال نه تر ١٣٥٩ کال پورې په بېلابېلو دولتي ادارو کې ملکي مامور و.  مخکې تر دې چې ولايتي شورا ته لار پيدا کړي، تر ١٣٩٠ لمريز کال پورې د فراه په ملي امنيت رياست کې د افسر په توګه کار کړى او په همدې کال تقاعد شوى دى.
د اړيکو شمېره :   ٠٧٩٩٦٢٥١٤١
 ٩- شهلا ابوبکر :
شهلا ابوبکر د نثار احمد لور ده ، چې په ١٣٦٥ لمريز کال  کې د فراه په مرکز نوده کلي کې زېږېدلې ده. نوموړې خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د کابل په غلام حيدرخان لېسه کې پاى ته رسولې دي. هغه د فراه د پخوانيو ولايتي شورا له غړو څخه ده، چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې بيا هم دې شورا ته بريالۍ شوه. نوموړې له ١٣٤٧ لمريز کال څخه تر ١٣٨٨ پورې د مېرمن نازو ليسه کې د ښوونکې په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکو شمېره : ٠٧٩٨٨٦٣٠٢٠