Data Gathered Date: 

Thursday, September 19, 2013 - 09:45

فراه ښار (پژواک،٦ زمرى ٩٢):د امنيت ټينګښت،له ايران نه فراه ته د برېښنا رالېږد او د بخش اباد بند، ولايتي روغتون ،سړو خونو او فراه – ايران د "ميل ٧٨" سړک جوړېدل د فراه د خلکو له مهمو غوښتنو څخه دي . 
د فراه اوسېدونکي له دولت او نړیوالې ټولنې غواړي، چې په يادو برخو کې اړينې مرستې وکړي.  
د فراه د ولایتي شورا مرستیال عبدالحمید حمید پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د امنيت ټينګښت د فراه د خلکو د غوښتنو په لومړيتوبونو کې راځي.
د دې ولايت د بکواه، ګلستان او بالابلوک ولسوالۍ په ډېرو ناامنو، خاکسفید ، پشترود او اناردره په لږ ناامنو او شیبکوه، قلعه کاه، پرچمن او جوین په امنو ولسواليو کې راځي.
وسله والو مخالفينو د فراه په مرکز (د ولایت پرمقام) او ځينو نورو سيمو هم څو ځله بريدونه کړي.
د پوځي چارو پوه او د فراه ښار اوسېدونکى سيداحمد بيا وايي، چې فراه يو سرحدي ولايت دی او په دغه ولايت کې د نظامي ځواکونو پياوړي کول، پر وسلو او تجهيزاتو سمبالول يې د امنيت په راوستو کې مرسته کولاى شي.
د ده په اند، ایران او پاکستان چې دواړه له فراه سره پوله لري،  د دې ولایت په ناامنیو کې لاس لري.
دی وايې، که دولت غواړي فراه باامنه او "د يو غښتلي سنګر په توګه" وساتل شي، نو په دغه ولايت کې دې په پرمخ تللو وسلو د سمبال ځواکونو شمېر زيات  کړي.
د هغه په اند، که په فراه کې ناامني وي، نو ټول افغانستان ورسره ناامنه کېږي.
د فراه د ولایتي شورا مرستیال عبدالحمید حمید وايي، چې په فراه کې د ځينو بنسټيزو پروژو رغول هم د فراه د خلکو لپاره ډېر اړين دي .
د هغه په خبره، څو کاله کېږي ، چې د فراه او ایران د سوېلي خراسان ولایتونو ترمنځ د ترانزیټي سړک کار پيل شوی، خو تر اوسه يې چارې سرته نه دي رسېدلې.
د حميد د معلوماتو له مخې، د دغه سړک تړون چې په ١٣٨٦ کال شوی وو او د تړون پر بنسټ ايران باید په دوو کلونو کې بشپر کړى وای.
 خو د ده په وینا، د ۱۳۹۰ کال د وري په میاشت کې کله چې د پروژې د پلي کوونکي شرکت ۱۲ تنه کارکوونکي د ناپیژاندو کسانو له خوا وتښتول شول،کار يې په ټپه ودرېد.
دى وايي، که څه هم تښتول شوي کسان له لږ مودې وروسته بېرته خوشې شول، خو د سړک کار چې پنځوس سلنه پر مخ تللى ، تر اوسه نه دى پيل شوى.
هغه وايي، چې د فراه هوايي ډګر د الوتکو د ځغاست ليکه (رنوي ) خامه ده او باید په اساسي ډول جوړه شي .
د فراه ولايتي شورا غړې شهلا ابوبکر بيا وايي، چې د فراه د ولایتي روغتون د بيارغولو او پراختيا لپاره بوديجه یو کال مخکې مالیې وزارت منظوره کړې ،خو تر اوسه يې عملي کار نه دى پيل شوى .
د دې په وینا ، اوس مهال د فراه ولایتي روغتون پرمختللي او اړين امکانات نه لري.
ابوبکر په بالابلوک ولسوالۍ کې پر فراه رود د بخش آباد بند جوړول د فراه د خلکو لپاره یوه حیاتي پروژه بولي، خو وايي، چې دولت ورته هیڅ پاملرنه ، نه کوي.
د دې په وینا، د دې بند سروې په ۱۳۸۸ کال کې بشپړه شوې ، خو وروسته يې چارې د ناڅرګندو دلايلو له مخې ځنډول شوې وې .
هغه وايي، چې په دې وروستيو کې د دې بند د ډېزاين تړون له يوې پاکستانۍ کمپنۍ سره شوى او د ډېزاين مقدماتي چارې يې پيل شوې دي .
 د فراه خلک وايي، ددې بند جوړول ځکه ډېر مهم دي ،چې د برېښنا د توليد او ډېرو ځمکو د خړوبېدو تر څنګ به ورسره د اوبو سطحه لوړه او د فراه په اقليم کې به مثبت بدلون رامنځته شي.
دا مهال په دوبي کې په فراه کې ګرمي تر ٤٨ درجو لوړيږي . 
د فراه ښار يو اوسېدونکی حیات الله صادق بيا غوښتنه کوي، چې په فراه کې د برېښنا ستونزې لرې کولو ته پاملرنه وشي .
د هغه د څرګندونو له مخې ، په لنډ مهال کې په کار ده ، چې له ايران څخه دغه ولايت ته برېښنا راولېږدول شي ، خو په اوږد مهال کې بايد د دې ستونزې د لرې کولو لپاره د بخش اباد بند جوړ شي.
د هغه په وينا، د فراه ولایت هوا په ځانګړي ډول په دوبي کې ډیره توده وي او که برېښنا شتون ولري، نو خلک به له برقي وسايلو ( يخچال، پکه او ...) څخه کار اخلي او په سخته ګرمۍ کې به د اوس په څېر له ډېرو ستونزو او ناروغيو سره نه وي مخ.
 دي وايي، په فراه کې ډېر شتمن چمتو دي، چې لويې او وړې فابريکي جوړې کړي، خو د برېښنا نه شتون يې مخه ډب کړې ده .
د ده په وينا، له همدې امله ځينو فراه مېشتو شتمنو خپلې پيسې له هېواده بهر په عربي اماراتو کې په کار اچولې دي.
د فراه د بالابلوک ولسوالۍ یو قومي مشر عبدالمجید بیا وويل، چې په دغه ولایت کې د حاصلاتو د زېرمه کولو او ساتلو لپاره بايد سړې خونې جوړې شي.
د ده په خبره، فراه یو کرنیز ولایت دى ، چې  تر ۸۰ سلنه زیات خلک يې په کرنه بوخت دي، خو هرکال يې ډېر کرنيز توکي د سړو خونو د نه شتون له امله له منځه ځي او يا يې په ارزانه بيه پلوري.
دغه قومي مشر په وينا، که په فراه کې سړې خونې جوړې شي، نو د فراه بزګران به ډیره ګټه ترلاسه کړي او د کوکنارو له کرلو به ډډه وکړي.
د خپرو شويو راپورونو له مخې، په فراه کې  تېر کال په ٢٧٧٠٠ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي و.
د فراه د پشت رود ولسوالۍ د ځوانانو د شورا مشر توریالي رهي بيا له دولت څخه غوښتنه کوي، چې په دې ولايت کې د وزګارتيا ستونزې لرې کولو ته پاملرنه وکړي.
د هغه په وینا، اوس مهال ډیر شمېر وزګار ځوانان د مجبورۍ له امله د دولت له وسله والو مخالفینو سره یو ځای شوي او دغه ولسوالي يې ناامنه کړې ده.
د هغه په وينا، که په فراه کې بنسټيزې پروژې پلې شوې واى ، نو ډېرو خلکو ته به د کار زمينه برابره شوې وه .
دى وايي، چې د فراه ډېر ځوانان د کار لپاره ایران ته تلل،  خو اوس ایران هم پر پوله سخت تدابير نيولي او  دغه هېواد ته د تګ امکان نشته .
دى وايي: "زموږ غوښتنه له افغان دولت څخه دا ده، چې ځوانانو ته د کار په پيدا کېدو کې جدي ګامونه واخلي او په نشه يي توکو د روږدي کېدو مخه يې ونيسي که نه دا به په ولایت کې یو لوی ناورين رامنځته کړي."
د خاکسفید ولسوالی قومي مشر نوراحمد حقبین بيا غوښتنه کوي، چې د فراه ښار او ولسواليو تر منځ لارې او پلونه جوړ شي.
د هغه په وينا، دا کار ځکه ډېر مهم دي ، چې د فراه د بزګرانو ډېرى حاصلات نورو ولايتونو او هیوادونو ته استول کېږي ، خو دا مهال يې ډېرې ميوې او سابه  د لارو د خرابوالي له امله له منځه ځي .