فراه چې د افغانستان په لوېديځ کې يو له پراخو ولايتونو څخه دى ، ١١ اداري واحدونه لري، چې مرکز او لس ولسوالۍ په کې شاملې دي.
۱- مرکز:
د فراه ښار د فراه مرکز دی. سل کاله مخکې د فراه اوسنۍ ښار، د فراه په زوړ ښار (د فريدون تاريخي کلا) کې موقعيت درلود. همداشان د کک کهزاد (کافرکلا) تاريخي کلا هم د فراه ښار په څو کيلومترۍ کې شتون لري. د فراه رود لوی سيند د فراه ښار لوېديځ ته نږدې تېرېږي. دغه ښار په څو وروستيو کلونو کې، پراخوالى موندلى او د احصايې مرکزي ادراي يې نفوس ۱۱۰ زره تنه اټکل کړى دى .
۲- پشت رود ولسوالي:
پشت رود ولسوالي د فراه شمال ته په ۲۸کيلومترۍ کې پرته ده او ټول ۶۴ کلي لري. د (بي بي چه باران ) مشهور غر په همدې ولسوالۍ کې موقعيت لري. پشت رود د فراه ښار ته تر ټولو نږدې ولسوالۍ ده او نفوس يې ۴۰ زره تنه اټکل شوى دى .
۳- خاک سفېدولسوالي :
خاک سفېدولسوالي د فراه ښار شمال ته په ۴۸ کيلومترۍ کې پرته ده او ۷۶ کلي لري. خاکسفېد په شمال کې د هرات ادرسکن ولسوالۍ سره ګډه پوله او کابو ۲۹ زره نفوس لري.
۴- بکواه ولسوالي:
بکواه ولسوالي د فراه سوېل ختيځ ته په ۹۵ کيلومترۍ کې پرته ده او ۱۱۶ کلي لري. بکواه د هېواد يو له هغو سيمو څخه ده، چې پراخې دښتې لري . بکواه ډېرې ښې کرنيزې ځمکې لري. پخوا بکواه د غنمو د ډېرو حاصلاتو له امله د افغانستان د ګودام په نوم يادېده، خو اوس په کې ډېر کوکنار کرل کيږي. د احصايې مرکزي ا دارې د دې ولسوالۍ نفوس ۳۵ زره تنه اټکل کړى دى .
۵-پشت کوه ولسوالي :
دغه ولسوالي د فراه لوېديځ ته په ۶۰کيلومترۍ کې پرته ده او ٩٥ کلي لري. پشت کوه لوېديځ خوا ته له اېران سره ګډه پوله لري. د اېران له جنوبي خراسان څخه راغځېدلى ترانزيټي (ميل ۷۸) سړک، له همدې ولسوالی څخه تېرېږي او د فراه ښار سره يوځاى کېږي. د دې ولسوالۍ په (چشمه نمک ) سيمه کې د مالګو ېوه لويه زېرمه شتون لري ، چې پخواه د فراه خلکو ترې ګټه اخيسته ، خو اوس سرپټې پاتې ده. ددې ولسوالۍ نفوس کابو ۳۰زره تنه اټکل شوى دى .
۶- ګلستان ولسوالي :
ګلستان ولسوالي د فراه ختيځ ته په ۲۴۰کيلومترۍ کې پرته ده او ۲۱۹ کلي لری. دا غرنيزه ولسوالي کابو ۴۳ زره نفوس لري.
۷- پرچمن ولسوالي:
پرچمن ولسوالي د فراه شمال ختيځ ته په ۳۲۰کيلومترۍ کې پرته ده او د فراه له تر ټولو لرې پرته ولسوالي ده. دغه ولسوالي ۲۹۶ کلي لري او شمال خواته د غور له ساغر ولسوالۍ سره پوله لري. پرچمن هم يوه غرنۍ ولسوالۍ ده او د شاتو ډېر فارمونه لري. دغه ولسوالي ښکلې او شنې سيمې او د اټکل له مخې شاوخوا ۵۲ زره نفوس لري.
۸- اناردره:
اناردره ولسوالي د فراه شمال لوېديځ ته په ۷۵کيلومترۍ کې پرته ده ،۳۹ کلي لري او اناردره لوېديځ ته له اېران سره پوله لري. د هاروت سيند د دې ولسوالۍ په مرکز کې تېرېږي.دغه ولسوالي هم ښکلې شنې درې لري. اناردره په فراه کې يواځينې ولسوالۍ ده ، چې د اوبو رسولو شبکه لري. دغه ولسوالي ډېر نامتو سوداګر او کابو ۲۷ زره نفوس لري.
۹- شېبکوه:
شېبکوه ولسوالي د فراه لوېديځ ته په ٧٠ کيلومترۍ کې پرته ده او ٥٧ کلي لري. شېبکوه چې له ايران سره پوله لري ، د فراه يو له امنو ولسواليو څخه ده او نفوس يې شاوخوا ۲۳ زره تنه اټکل شوى دى .
۱۰- بالابلوک:
بالابلوک ولسوالي د فراه سوېل ته په ۵۰کيلومترۍ کې پرته ده او ۹۷ کلي لري. د فراه – هرات او فراه- کابل لويې لارې د همدې ولسوالی څخه تېريږی. د شېبکوه شمال خوا ته د هرات ادرسکن ولسوالي پرته ده . د بخش اباد د اوبو لوی بند چې د فراه رود پر سېند جوړيږي په همدې ولسوالۍکې موقعيت لري. د احصايې مرکزي ادارې د اټکل له مخې ، دغه ولسوالي کابو ۷۱ زره نفوس لري.
۱۱-جوين:
جوين ولسوالي د فراه سوېل لوېديځ ته په ۹۳کيلومترۍ کې پرته ده او ۷۴ کلي لري. دغه ولسوالي ، چې له ايران سره پوله لري ، د افغانستان له لرغونو سيمو څخه ده . په دې ولسوالۍ کې ډېرې لرغونې کلاګانې او ځايونه لکه د لاش کلا (د پشاوران ښار) او نور شتون لري. د جوين نفوس کابو ۲۸ زره تنه اټکل شوى دى .