د فراه د موقعيت، تشکيلاتي جوړښت، مساحت، نفوس او توکميز جوړښت، تاريخي ځايونو، تفريحي سيمو، کرنې، کانونو، لاسي صنايع، پوهنې، روغتيا، رسنيو، مدني ټولنو او امنيتي وضعيت په اړه لنډ معلومات:
موقعيت:
فراه د افغانستان په لوېدیځ کې د هېواد يو له پراخو ولايتونو څخه دى.
دغه ولایت له هرات، نیمروز، هلمند او غور ولایتونو سره د ګډې پولې د لرلو تر څنګ په لوېدیځ  کې له ايران سره ۲۹۰ کیلومتره پوله لري او مرکز يې ( فراه ښار)  له  پلازمېنې کابل څخه ٨٤٠ کیلومتره لرې پروت دی.
تشکيلاتي جوړښت:
د فراه ښار، د دغه ولايت مرکز دی او پشت رود، خاکسفید، بالابلوک، پرچمن، ګلستان، بکواه، لاش جوین، شیب کوه، پشت کوه او اناردره يې اړونده ولسوالۍ دي.
مساحت، نفوس او توکميز جوړښت:
ځينو سرچینو د فراه مساحت (۴۹۰۰۰ کيلومتره مربع ) او د وګړو شمېر يې شاوخوا یو میلیون تنه اټکل کړى دى.
په دې ولایت کې چې ټول ۱۲۶۵ کلي لري، پښتانه، تاجک، ایلات، مغل، سادات، بومدي، ایماق، براهوي، بلوچ او نور اوسیږي، خو اکثریت يې پښاته دي.
ددې ولايت ډېر وګړي سني دي او اهل تشيع یواځې د فراه په مرکز او ګلستان، جوین او پشت رود ولسوالیو کې، اقلیت دي.
د بکواه او خاکسفید ولسواليو ټول اوسېدونکي پښتانه دي ، په پرچمن کې پښتانه نشته او د مرکز په ګډون د دې ولایت په پاتې نورو سیمو کې بیلابیل قومونه ګډ ژوند کوي.  
د فراه تاريخي او فرهنګي ځايونه:
فراه، چې د شیخ ابونصر فراهي او عطاملک جویني اصلي ټاټوبی دی، په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې لرغوني او تاریځي ځایونه لري.
د "کک کهزاد" کلا چې له دوو زرو کلونو زياته لرغونتيا لري ، يو له دې تاريخي ځايونو څخه ده.
دغه کلا د فراه ښار سوېل ختيځ خوا ته ۱۵ کیلومتره لرې د غره پر سر له کاڼو، پخو خښتو او ګچ څخه  جوړه ده او  ډېرو برجونو تر څنګ دوه ودانۍ لري .
د فراه په مرکز کې "فریدون کلا" چې په (زوړ ښار) مشهوره ده د «سیستان» تاریخ او «شهنامه فردوسی» له روایاتو سره سم له دوو  زرو کلونو زیاته لرغونتیا لري.
دغه کلا پر شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه له خټو او خامو خښتو جوړه شوې او ٩٩ برجونه لري.
د لاش جوین کلا او د پشاوران ښار په نوم سيمه په جوين ولسوالۍ، د شیخ ابونصر فراهي زیارت، د سلطان امیر زیارت ، بارندک او کافرکلا په مرکز ، د کنسک د شهیدانو زیارت په بالابلوک ولسوالۍ او پنج جفت ګاو کلا، چارماس کلا، هفت سوراخ برنګک، مساو کلا، شهرکهنه کلا، د سیدمحمد زیارت او د شاه مبارک زیارت،د دې ولايت له مشهورو لرغونو ځايونو څخه دي .
تفريحي سيمې:
باغ پل، باغ نو، باغ کافي او د سلطان امیر زیارت او کافر کلا د فراه ښار  تفریحي ځايونه دي.
کرنه :
په فراه کې تر۸۰ سلنه ډېر خلک پر کرنه بوخت دي  او ډېر باغونه لري ، چې انار يې تر ټولو مشهوره مېوه ده .
 انګور، هندواڼه، توت، مڼې ،الوچې ، زردالو، انځير، شفتالو، ګرنګیچ، خرما، پسته او نور هم د دې ولايت له ميوو څخه دي .
ډېر بزګر په دې ولايت کې غنم او کچالو کري .
پخوا تر ټولو ډېر غنم په بکواه کې چې پراخه دښتې لري کرل کېدل ، خو  اوس يې تر ډېره ځاى کوکنارو نيولى دى.
 دغه راز په دې وروستيو کې په فراه کې، بزګرانو د شنو خونو جوړولو ته مخه کړې. په دغو شنو خونو کې د ژمي په موسم کې بیلابیل سابه کرل کیږي.
کانونه:
که څه هم اړوند ارګانونو په فراه کې د کانونو په اړه کره او مستند معلومات نه دي وړاندې کړي ،خو د سيمې خلک او ځينې چارواکي وايي ، شته اثار ښيي ، چې په دې ولايت کې بېلابېل کانونه شتون لري.
د يادو سرچينو د معلوماتو له مخې، په پشت کوه ولسوالۍ کې د مالګې، په پرچمن او ګلستان ولسواليو کې د مسو او سمنټو لپاره د اړنيو موادو ، د فراه په مرکز کې د تېلو د چونې، د فراه په جنوبي سيمو کې ليتيوم ، په بکواه ولسوالۍ کې يورانيم ، په بالابلوک کې سرب ، په ګلستان کې اوسپنه ، د پشت رود په مشهور غره (بی بی چه باران) کې د زنګ ضد لپاره د موادو ، په لاش جوين ولسوالۍ کې د تېلو او ګازو  او په اناردره ولسوالۍ کې د سپين زرو او مسو ، په پرچمن کې د اوسپنې ، يورانيمو ، سکرو ډبرو ، کرومايت او سليکان کانونه شتون لري.
د پشت کوه ولسوالۍ د مالګې له کانونو شاوخوا ٤٠ کاله مخکې مالګه استخراج او پلورل کېده ، خو دغه کار وروسته له هغه په ټپه ودرېد ، چې ايرانۍ او پاکستانۍ مالګې د هېواد بازارونو ته راغلې .
 د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د فراه د مرکز اړوند په چهارباغ سيمه کې د تېلو يو څاه وموندل شوه او ځينې بهرنۍ موسسې هم د پلټنو په موخه دې سيمې ته ورغلې، خو د سيمې خلکو له دې امله هلته د کار کولو اجازه ورنه کړه ، چې هلته د يو پير قبر دى .
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته هم ځينې بهرنيان دې سيمې ته ورغلي ، خو خلکو ورته د کار اجازه نه ده ورکړې .
لاسي صنايع:
د غالیو اوبدل د فراه له مهمو لاسی صنایعو څخه دي. یو وخت د فراه غالۍ اروپايي هېوادونو ته صادرېدې او ددې ولايت ډېرو ښځو غالۍ اوبدلې .
خو اوس د غاليو لپاره د ښه بازار د نه شتون له امله د غاليو د توليد کچه په دې ولايت کې رالوېدلې ده .
دغه راز د خولیو اوبدل، موره دوزي، خامک دوزي، یخن دوزي او نور هم د دې ولايت له لاسي صنايعو څخه دي .   
په دې ولايت کې، يو شمېر ښځې د بانجانو روب او اچار هم جوړوي او ځينې يې رومي بانجان، پياز او مرچ وچوي او پلوري يې.
 پوهنه:
الف : په دولتي برخه کې:
فراه ټول ۳۰۹ ښوونځي لري، چې ٧٩ يې لېسې، ٨٨ يې منځني ښوونځي او ١٢٧ يې لومړني ښوونځي دي.
په دې ښوونځيو کې د ١٦٨٩ نارينه او ١٠٣٩ ښځينه ښوونکيو له خوا د ١٣٩١ کال تر پايه ٧٦١٦٨ هلکانو او ٣٧٩٩٨ نجونو ته زده کړې ورکول کيږي.
دغه راز په دې ولايت کې د ديني زده کړو ۱۶ مرکزونه دي، چې يو يې دارالعلوم، ۱۱ يې تر ١٢ ټولګي ديني مدرسې او ۳ يې دارالحفاظونه دي.
په دې ديني مرکزونو کې تر اوسه ١٩٣٠ تنه نارينه او ١٦٩  ښځينه زده کوونکو ته  د ٦٩ نارینه او ۸ تنو ښځینه استادانو له خوا زده کړې ورکول کيږي.
د فراه په بکواه ولسوالي کې تراوسه ( د ١٣٩١ کال تر پايه ) ښوونځي شتون نلري او په ګلستان، خاکسفید او بالابلوک ولسوالیو کې د ناامنيو له امله د پوهني بهير کمزورى دى.
د فراه په مرکز کې د لوړو زده کړو دولتي پوهنتون یو پوهنځى لري ، چې د کیمیا- بیولوژي او ریاضی- فزیک له  دوو دیپارتمنټونو څخه جوړ دى . تر اوسه  په دې پوهنځي کې د لسو استادانو له خوا ٤٢ تنو ته زده کړه ورکول کيږي. 
د فراه په مرکز کې د غضنفر د روغتيايي علومو دولتي انستیتيوت اړوند د نرسنګ او قابلګۍ د زده کړو مرکزونه هم فعاليت لري.
ب: خصوصي برخه کې:
په دې ولايت کې د غرجستان په نوم يو خصوصي پوهنتون او ۸ خصوصي ښوونځي فعاليت لري او په جوماتونو کې يې  د ديني زده کړو درسونه هم شته دي.
همداشان په خصوصي څانګه کې د لمر د صحي علومو انستیتيوت ، چې د نرسنګ او قابلګۍ په برخه کې زده کړه ورکوي.  
روغتيا:
الف: دولتي برخه
په دې ولايت کې ۳ روغتونونه او ۳۳ کلينيکونه فعاليت لري.
یو ۱۰۰ بستریز ولایتی روغتون د فراه په مرکز، یو ۳۲ بستریز روغتون د پشت کوه په ولسوالۍ او یو ۵ بستریز روغتون په پرچمن ولسوالۍ کې فعالیت لري.
پاتې ۳۳ کلینیکونه د دي ولایت په بیلابیلو سيمو کې فعاليت کوي.
 په فراه کې ګرځنده روغتيايي ډلې نشته، خو  ۳۸۶  روغتيايي  پوستې په بیلابیلو ولسوالیو کې شتون لري.
يادې پوستې په کليو کې وي او په هره پوسته کې يو نارينه او يوه ښځه چې زده کړې ورکړل شوې دي، خلکو ته روغتيايي معلومات ورکوي.
ب: خصوصي برخه کې
د دانش، رحمانی، وطن اپولو، طبیبان او سلامتي کلینیکونه د دې ولايت په کچه هغه پنځه خصوصي روغتيايي مرکزونه دي ، چې د ولايت په مرکز کې فعاليت لري. 
رسنۍ :
په دې ولایت کې د ملی راډیو او تلوېزیون د خپرونو تر څنګ ، په خصوصي برخه کې د فریاد ، همګان، سیستان، اوښکه، فراداتا، اُسوه، فراه سپورت، فراه غږ او پاڅون مجلي هم فعالیت لري.
مدني ټولنې:
د فراه د خبریالانو خپلواکه ټولنه يوه له دې ټولنو ده ، چې په ۱۳۸۸ کال کې جوړه شوې او اوس مهال له څلوېښتو زیات غړي لري .
د افغان ښځې نجات ټولنه ، د ښوونکيو ټولنه ، د ځوانانو ټولنيزه او ملي ټولنه ، د ښځو ذهني ودې بنسټ ، هېواد ادبي مرکه ، د همګان علمي ، فرهنګي او ټولنيز بنسټ ، د پیر روښان ادبي او کولتوري ټولنه،د فراه فرهنګي مرکز، د توحيد علمي او فرهنګي مرکز ، د مسلمانو ځوانانو بنسټ ، د خويندو خوځښت ،  د بزګرانو ټولنه ، د فرداتا په نوم د تياتر او فلم ټولنه ، د "ساعتى با کتاب" په نوم انجمن ، د ځوانانو ټولنيز بنسټ ، د فراه د کارکوونکو ټولنه ، د فراه ښار شورا ،   د ځوان تفکر ټولنيز بنسټ، د فراه د خبريالانو ټولنه ، د ټېل پلورونکو ټولنه او نور د دې ولايت مشهورې مدني ټولنې دي .
امنيت:
د دې ولايت د بکواه، ګليستان او بالابلوک ولسواليو په ډېرو ناامنو، خاکسفید ، پشت رود او اناردره په لږ ناامنو او شیب کوه، قلعه کاه، پرچمن او جوین په نسبتا امنو ولسواليو کې راځي.
وسله والو مخالفينو د فراه په مرکز (د ولایت پرمقام) او ځينو نورو سيمو  هم څو ځله بريدونه کړي.
په دې ولايت کې د دولت ډېر وسله وال مخالفين پر وسله والو طالبانو پورې اړوند دي، خو په قلعه کاه ولسوالي کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي کسان هم فعاليت لري .
په  ۱۳۹۱ کال کې په دې ولايت کې ٣١ د وژنې، ۱۲۶د غلاوو او ۵ د تښتونو پېښې ثبت شوې دي.
دغه راز په دې ولايت کې په ١٣٩١ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٥٧ پېښې ثبت شوي ، چې ١٧ يې د وژنې ، ٦ يې د ځان وژنې او نورې يې له کور څخه د تښتې، د ميراث حق نه ورکول او نور تاوتريخوالي دي.