Senior Farah officials sacked, referred to AGO

فراه (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٣): د فراه د سرپرست والي په ګډون  يو شمېر لوړپوړي چارواکي د اختلاس په تور له دندو ګوښه او لويې څارنوالۍ ته ور  وپېژندل شول .
د خپرو شويو راپورونو له مخې، په دې کسانو کې د فراه سرپرست والي محمد عمر شېرزاد، امنيه قوماندان، د ملي امنيت رييس او د ګمرک کميسار او د هغه څلور همکاران د ولسمشر په امر، له دندو لرې شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
څه موده وړاندې هم،د هرات يو شمېر چارواکي د ولسمشر د فرمان له مخې، له خپلو دندو لرې او ځينې يې څارنوالۍ ته معرفي شول.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.