Taliban free kidnapped students in Farah

فراه (پژواک، ١٩ دلو ٩٣): د فراه له پشتکوه ولسوالۍ تښتول شوي ٧ کسان چې پنځه يې د ښوونځي زده کونکي دي، خوشي شول.
د پشتکوه ولسوال عبدالرحيم حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان وسله والو طالبانو تېره چهارشنبې وروسته له هغه وتښتول چې امنيتي ځواکونو له طالبانو سره د تړاو په تور يو تن ونيو.
د هغه د معلوماتو له مخې، له يادو کسانو يو يې د دې ولسوالۍ په مرکز کې  د "شهداى ګمنام" لېسې ښوونکى دى او پنځه  نور د همدې لېسې زده کوونکي دي.
دى وايي چې په تښتول شوو کې يو اتيا کلن سپين ږيرى هم شامل و.
د هغه د معلوماتو له مخې، له تښتول شوو کسانو څلور زده کوونکي د پشتکوه د مرکز اړوند د "دزدباد" کلي او پاتې درې نور د کاظم اباد کلي اوسېدونکي دي.
حيدري وايي چې دغه کسان تېره ورځ ماښام مهال د سيمې د مخورو په منځګړيتوب خوشي شوي دي.
د "دزدباد" د کلي اوسېدونکى محمد وايي چې ياد ٧ کسان د پشتکوه ولسوالۍ د امنيت د امر همايون خپلوان دي.
د هغه په وينا، هغه کس چې طالبانو يې په بدل کې دغه ٧ تنه تښتولي وو، همايون نيولي وو.
د ده د څرګندونو له مخې، طالبانو ياد کسان خوشي کړي، خو د حکومت له خوا نيول شوى کس تر اوسه نه دى خوشى شوى.
هغه وويل چې طالبانو ياد ٧ تنه شکنجه کړي نه دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.