Ex-governor accused of spurning presidential orders

 فراه (پژواک ٥ سلواغه ٩٣): خداداد، د روان کال په غبرګولي مياشت کې د ولسمشر د حکم له مخې، د فراه د خاکسفيد ولسوالۍ د سرپرست په توګه ټاکل شوى، خو د دغه ولايت د ګوښه شوي والي په امر تر اوسه پورې په دنده نه دى ګومارل شوى.
 د پژواک خبري اژانس د معلوماتو له مخې، خداداد چې په شپږم بست ګومارل شوى؛ تر اوسه پورې يواځې د ولسوالۍ د دويم بست ٤٧٠٠ افغانۍ معاش تر لاسه کوي او د ولسوالۍ د بست ٤٠٠٠٠ افغانۍ امتياز اوس هم پخواني ولسوال عبدالخالق ته ورکول کېږي.
 خداداد د فراه ولايت د خاکسفيد ولسوالۍ د کورغن کلي اوسېدونکى دى، چې له دې وړاندې يې هم له ١٣٨٧ څخه تر ١٣٩٠ پورې د يادې ولسوالۍ د ولسوال په توګه دنده تر سره کړې ده.
 خداداد پژواک خبري اژانس ته وويل: " له نن شاوخوا اوه مياشتې وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري، زما منظوري د ولسوالۍ د سرپرست په توګه راغله، خو تر اوسه پورې مې په دغه بست دنده نه ده تر سره کړې."
 هغه زياته کړه: " کله مې چې منظوري راغله نو د هغه مهال والي محمدعمر شېرزاد ته مې مراجعه وکړه چې په دې اړه خپل اجراات وکړي، خو هغه راته وويل چې په دې اړه مې له هغه سره ولې مشوره نه ده کړې؟"
هغه زياته کړه: " له همدې امله يې ماته اجازه رانه کړه چې خپله قانوني دنده پر مخ يوسم."
 د ياد ولايت د خاکسفيد ولسوالۍ سرپرست په توګه د خداداد د منظورۍ د ١٩٣٢ پر ١٣٩٨ شماره مکتوب له مخې، د سيمه ييزو ارګانونو له لوري د ١٣٩٣ لمريز کال غبرګولي په پنځمه د فراه ولايت مقام ته رسېدلى چې يوه کاپي يې له پژواک خبري اژانس هم تر لاسه کړې ده.
 په مکتوب کې داسې ليکل شوي: " د دغې ادارې د وړانديز پر بنسټ، د اړتيا له مخې د چارو د سمون او د خلکو ستونزو ته د سمون په موخه د دغه ولايت د خاکسفيد ولسوالۍ د پخواني ولسوال ښاغلي خداداد د محمدشريف زوى د فراه ولايت د خاکسفيد ولسوالۍ د سرپرست په توګه د ښاغلي عبدالخالق د جانان د زوى پر ځاى د ازادې سيالۍ له لارې د بست د بشپړولو پورې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د محترم مقام له لوري د ١٣٩٣-٢-٣٠ نېټې د ١٤٦٨ شمېرې حکم له مخې په دنده ګومارل شوى او همدارنګه د عالي مقام په حکم کې هم راغلى دى. د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون په دنده ګومارل شوي چې په دغه بست کې پر شرايطو د برابر نوماند په دنده ګومارنه د درېيو مياشتو په ترڅ کې د ازادې سيالۍ له لارې له پړاونو تېر کړي، موضوع د وروستيو اجرااتو لپاره تاسو ته سپارل شوې او نوموړى په خپل بست کې په دنده ګوماري."
 خو خداداد شکايت کوي، چې د فراه ګوښه شوى والي د هغه د دغه حق مخنيوى کړى دى. هغه وويل: په دغه موده کې له ما څخه د ولايت مقام د عريضو د مديريت په شپږم بست کې ګټه اخيستل کېږي."
 هغه زياته کړ: " ما دغه ستونزه له سيمه ييزو ارګانونو سره شريکه کړه، دوى د بيا بيا ټينګار مکتوبونه ورته ولېږل، خو د فراه والي ورته هيڅ اهميت نه ورکاوه. د فراه والي يو زور ويونکى شخص و او له هغه سره مې د سيالۍ توان نه درلود، نور اقدام مې ونه کړ."
 خداداد زياته کړه، چې د فراه والي د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې له خپلې دندې ګوښه کړل شوى، نو له مسوولو چارواکو غواړي چې د قانون له مخې ورته اجازه ورکړي، څو خپله دنده تر لاسه کړي.
 هغه وويل، چې خاکسفيد خلکو نوموړى د دغه پست لپاره وړانديز کړى و، ځکه کله چې هغه د يادې ولسوالۍ د ولسوال په توګه دنده تر سره کوله نو د خلکو د ستونزو په حلولو کې به يې ډېره هڅه کوله او امنيت هم ټينګ و.
 محمد عمر شېرزاد، چې له دې وړاندې يې د دغه ولايت د والي او سرپرست والي په توګه دنده تر سره کړې، د دغه ولايت له يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره يو ځاى د ولسمشر د ١٣٩٣-١٠-٢٨ نېټې د ٥٧٣ شمېرې فرمان له مخې، د دولت بوديجې ته د شپږ ميليون ډالرو د زيان اړولو او درغلۍ له امله له خپلې دندې ګوښه او لويې څارنوالۍ ته پېژندل شوى دى.
 پژواک اژانس هڅه وکړه، د خاکسفيد ولسوالۍ د سرپرست او په شپږم بست باندې د هغه د تقررۍ په توګه د خداداد د ګومارلو په اړه د محمدعمر شېرزاد نظر هم له ځانه سره ولري، خو له هغه سره اړيکه ټينګه نه شوه.
 د شېرزاد يوه سلاکار د هغه له قوله پژواک ته په خپله ټيليفوني اړيکه کې وويل، چې په دې اړه دې د ولايت مقام له مرستيال سره اړيکه ټينګه شي، خو د ولايت مرستيال هم په دې اړه د نظر له څرګندولو ډډه وکړه.
 خو د فراه ولايت د بشري سرچينو مشر محمد يونس يمين د خداداد د خبرو د منلو تر څنګ، پژواک ته وويل: " ما هغه وخت چې د سيمه ييزو ارګانونو مکتوب راغى، دغه موضوع مې له والي صيب سره شريکه کړه، والي صيب له دې امله چې اوسني ولسوال (عبدالخالق) له دې وړاندې له طالبانو سره جګړه کړې او له هغوى سره دښمني لري او که چېرې له دندې ګوښه شي؛ طالبان به هغه له منځه يوسي نو له دې امله والي صيب دا غوره وګڼله، څو عبدالخالق له دندې ګوښه نه شي."
 هغه وويل، د خاکسفيد ولسوالۍ د دويم بست ٤٧٠٠ افغانۍ معاش خداداد تر لاسه کوي، خو د ولسوال ٤٠ زره افغانۍ امتياز په داسې حال کې عبدالخالق ته ورکول کېږي، چې په بشري سرچينو کې بيا رسمي ولسوال خداداد ګڼل کېږي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.