فراه (پژواک، ١ لړم ٩٧): ځينې سرچينې وايي، طالبانو فراه کې ١٨ تنه ځکه نيولي او دوه يې وژلي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې يې رايې کارولې دي، خو طالبان وايي چې ياد دوه کسان دوى نه دي وژلي.
د فراه د مرکز اړوند د شمالګاه سيمې اوسېدونکي ذبيح الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره ورځ په شمالګاه سيمه کې له څو موټرو ١١ کسان ځکه ښکته کړل او له ځان سره يې بوتلل چې رايې يې کارولې وې. چا چې رايه کارولې ګوتې يې په رنګ نښه شوې او ښکاري.
دغه راز د فراه د جوين ولسوالۍ يو اوسېدونکى محمد نسيم وايي چې طالبانو په دغه ولسوالۍ کې هم تېره ورځ دوه ځايه موټر تلاشي کول او ٧ هغه کسان يې نيولي چې رايې يې کارولې دي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب د جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې طالبانو يو شمېر کسان د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې له دې امله له موټرو ښکته کړي او بيولي چې رايې ورکړې دي.
دغه راز ځينې سرچينې وايي چې طالبانو تېره ورځ د فراه د مرکز يو اوسېدونکى په شمالګاه سيمه کې او بل يې نن سهار د دغه ولايت په پشترد ولسوالۍ کې وژلى دى.
محب وايي، طالبانو دغه دوه تنه ځکه وژلي چې رايې يې کارولې دي. هغه زياتوي چې طالبانو دغه دواړه کسان د شمالګاه په سيمه کې له موټر څخه ښکته کړي وو.
ده وويل چې له دغو کسانو څخه يو ضياء الدين نومېده او د ولسي جرګې د نوماند عبدالجليل بختور د ټاکنيز کمپاين غړى و.
د فراه د ولايتي روغتون د بېړنۍ څانګې يو ډاکټر ذکي وايي چې د يادو وژل شويو کسانو د يوه مړۍ تېره ورځ ماښام او د بل نن سهار دغه روغتون ته وروړل شوى دى.
ده وويل چې دغه دواړه کسان پر ډزو وژل شوي دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، طالبان په ټاکنو کې د رايو کارولو په تړاو څوک نه وژني او ياد دوه کسان هم طالبانو نه دي وژلي.
هغه وايي چې طالبانو د ټاکنو له پيل راهيسې په فراه کې ځينې کسان چې رايې يې کارولې نيولي چې يو شمېر يې خوشي شوي او نور به يې هم تر پلټنو وروسته خوشي شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.