فراه (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): د فراه ښار د رايو په ځينو مرکزونو کې لسګونو کسانو د رايو ورکوونکو په نوملړ کې خپل نومونه نه دي موندلي او د ټيټ عمر کسانو هم رايه کارولې ده.
د پژواک خبريال په فراه ښار کې د سټيډيوم، مېرمن نازو ښوونځي، نفيسه توفيق ميرزايي ښوونځي، ارباب کلا ښوونځي او ملالۍ ښوونځي د رايو مرکزونو کې لسګونه کسان ليدلي چې پر تذکرو يې سټېکر لګېدلي خو په دغو مرکزونو کې يې د رايې ورکوونکو په نوملړ کې نومونه نه دي موندلي.
دغو کسانو ويلي چې په همدغو مرکزونو کې يې نومليکنه کړې، خو د رايو ورکوونکو په نوملړ کې يې نومونه نشته.
د پوليسو يو افسر ميراحمد وايي چې ده د مېرمن نازو ښوونځي د رايو په مرکز کې نومليکنه کړې، خو اوس يې په نوملړ کې نوم نشته دى. په دغه مرکز کې تر ٧٠ داسې کسان وو چې ويل يې نومونه يې نوملړ کې نشته.
د نفيسه توفيق ميرزايي ښوونځي د رايې ورکولو د يو محل مشر عبدالصبور وايي، د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفتر ورته ويلي، هغو کسانو ته د رايو ورکولو اجازه مه ورکوئ چې نومونه يې په نوملړ کې نشته.
دغه راز د پژواک خبريال ليدلي چې د فراه ښار په بېلابېلو مرکزونو کې تر ١٨ کلونو د ټيت عمر لرونکو کسانو رايه ورکړې ده.
د ملالۍ ښوونځي د رايو په مرکز کې د نوماند عبدالستار حسيني څارونکى اميد وايي چې ده د يو تن انځور واخيست چې عمر یې تر ١٨ کلونو ټيټ و.
دى وايي چې وروسته د ولايتي شورا د غړي فريد بختور ساتونکي راغلل، دى او د بل نوماند سميع الله صميم څارونکى عبدالرزاق يې وډبول او د ده موبايل يې هم ترې واخيست او انځورونه يې ترې پاک کړل.
د فريد بختور پلار عبدالجليل بختور له فراه نه ولسي جرګې ته نوماند دى.
فريد بختور هم په ياد مرکز کې و، خو له خبريالانو سره يې خبرې ونه کړې.
د نوماند سميع الله صميم څارونکى عبدالرزاق هم د اميد څرګندونې تاييد کړې.
د مېرمن نازو لېسې د رايه ورکولو مرکز د يو محل مشر عبدالظاهر په دې اړه يواځې همدومره وويل، هغه کسان چې پر تذکرو يې سټېکر لګولي، د رايې ورکولو حق لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي چې رايې ورکوونکي نه شي کولاى، له رايپاڼې انځور واخلي، خو په فراه ښار کې د سټيډيوم د رايې ورکولو په مرکز کې يوه پوليس له خپلې رايپاڼې انځور اخیستى دی.
په دغه مرکز کې د يوه نوماند څارونکي محمد وويل چې ده دغه موضوع د محل له مشر سره شريکه کړه خو هغه ورته وويل چې د انځورونو له اخيستو  څار د نوماندانو د څارونکو دنده نه ده.
د دغه محل مشر چې نوم يې څرګند نه کړ، پژواک ته وويل چې د ياد پوليس له ګرځنده ټيلېفون څخه يې اخیستل شوى انځور پاک کړى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.