فراه – هرات (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٣): د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله وايي، چې د بريا په صورت کې په فراه ولايت کې د بخش اباد د اوبو او برېښنا جوړولو ته ژمن دى.
عبدالله عبدالله له خپل مرستيال انجنير محمد خان سره يوځاى د فراه مرکز ته نن سفر وکړ او د دې ولايت په لوبغالي کې يې کابو خپلو درې زره تنو ته وينا وکړه.
په دې غونډه کې د نورزيو د قوم يوه استازي حاجي خيرمحمد نورزي وويل، چې ډاکټر عبدالله د جهاد پرمهال په هېواد کې شتون درلود او د هېوادوالو په دردونو خبر دى، نو له همدې امله له هغه ملاتړ کوي.