ټاکنيز کړکېچ فراه کې د لويو پروژو کارونه درولي

 
فراه (پژواک ۲۶ وږی ۹۳): په فراه کې د ټاکنيز کړکېچ له امله د نورو اقتصادي ستونزو تر څنګ د يو شمېر لويو پروژو کارونه په ټپه درېدلي دي.
دا څرګندونې د فراه  والي محمدعمر شېرزاد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې او ويې ويل چې د ولسمشرۍ ټاکنو اوږدېدل او سياسي بن بست په فراه کې د امنيتي ستونزو لامل هم شوي دي.
د ولسمشرۍ لومړى پړاو ټاکنې د وري په ١٦مه او دويم پړاو يې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې، خو په ټاکنو کې د پراخو درغليو د دعوو له امله ټولې رايې بيا تفتيش شوې او تر اوسه د ټاکنو پايلې نه دې اعلان شوې.
دغه راز د ولسمشرۍ د مخکښو کانديدانو (اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله) تر منځ د "ملي يووالي" حکومت په اړه خبرې هم تر اوسه پايلې ته نه دې رسېدلې.
شېرزاد همدې ستونزو ته ګوته ونيوه او ويې ويل چې له امله يې له افغانستان سره نړيوالې مرستې کمې شوې او هېواد د بوديجې له کسر سره مخ دى.
دى وايي چې ټاکنيز بحران د فراه ولايت هم متاثر کړى دى.
د شېرزاد په وينا، د فراه د اوبو رسولو شبکه چې دوه ميليونه امريکايي ډالره لګښت لري، څه موده مخکې   پيل شوه، خو په دې وروستيو کې يې چارې د بوديجي د نه شتون له امله په ټپه ودرېدې.
دغه راز دى وايي چې د فراه د هوايي ډګر د جوړېدو پروژې کار چې  شپږ ميليونه  ډالره لګښت ته اړتيا لري پيل شوى و، خو اوس د پيسو د نه شتون له امله درېدلى دى.
يادې دواړې پروژې شاوخوا اته مياشتې مخکې پيل شوې وې.
شېرزاد وايي، ټاکل شوې وه چې سږ کال د لوبو جمنازيم، د څو ولسواليو او د کار او ټولنيزو چارو رياست  د ودانيو  د جوړېدو او ځينو نورو پروژو کار پيل شي، خو د ټاکنيز بحران او بوديجې د نه شتون له امله يې چارې نه دې پيل شوې.
ده وويل چې پخوا به سوداګرو ډېر بېلابېل توکي له ايران څخه فراه ته راوړل، خو اوس يې کچه رالوېدلې او دغه راز د ځمکو او نورو توکو پر راکړه ورکړه هم اوسني سياسي بندون  منفي اغېز کړى دى.
د فراه والي وويل چې پخوا د فراه امنيتي وضعيت  ښه و، خو له دوو مياشتو راهيسې خراب شوى دى.
هغه زياته کړه: "موجوده سياسي بحران د افغانستان خلک له  بې سرنوشتۍ سره مخ کړي، نو ځکه امنيتي ځواکونو خپل مورال له لاسه ورکړی، مګر په مقابل کې د دښمن مورال قوي شوی دى ."
د محمدعمر شېرزاد په وينا، د ټاکنو اوږدېدو او سياسي بندون د حکومتولى پر چارو منفي اغېز کړى دى.
هغه وايي: "له يوې خوا د دولتي ادارو مامورينو ته په موقع معاشونه نه رسېږي او بل دا چې مامورين د امنيتي تشويشونو او د هېواد د سياسي بې سرنوشتۍ له امله نهيلي شوي؛ په همدې خاطر په دولتي ادارو کې درست خدمتونه نه ترسره کېږي."
شېرزاد وويل چې تېره اونۍ په فراه کې د مامورينو د تنخوا لپاره پيسې نه وې، خو اوس يې ترلاسه کړي دي.
دى وايي چې که ټاکنيزو لانجو ته حل لاره ونه موندل شي او وضعيت همداسې دوام وکړي کېداى شي دولت  د مامورينو د تنخواګانو لپاره پيسې ونه لري او په دې برخه کې له ستونزو سره مخ شي.
د هغه په اند، دا ډول ستونزې پر حکومت د بې باورۍ او د دې لامل کېږي چې خلک له دولت سره واټن ونيسي.
د فراه والي، د ټاکنو له ټاکنو خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې نور ټاکنيز کړکېچ ته د پاى ټکى کېږدي او ژر دې د ټاکنو پايلې اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنيزې ډلې ويلي چې که د دواړو ټاکنيزو ډلو ترمنځ د سياسي هوکړې تر وروستي کېدو مخکې د ټاکنو پايلې اعلان شي، نو دوى به يې ونه مني.
دغه راز دې ډلې ويلي چې د ټاکنو پايلې بايد د سياسي هوکړې له مخې اعلان شي.
د اصلاحاتو او همپالنې ډلې ځينو کسانو ګواښ کړى، چې که د دې ډلې غوښتنې ونه منل شي، نو  زرغون او نارنجي حرکتونه به وکړي.
د فراه والي په دې اړه وويل:"که د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو واقعی پايلې اعلان کړي، يواځی څو محدود کسان به يې ونه منی،خو خاصه ستونزه نه رامنځ ته کېږي، بلکې د افغانستان خلک او نړيواله ټولنه به ددی پايلو حمايت وکړي."
د ټاکنو خپلواک کميسيون د ټولو رايو د تفتيش په اړه خپلې وروستۍ پرېکړې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته ليږلي او د شکايتونو کميسيون ويلي چې ډېر ژر به يې په اړه خپله پرېکړه د ټاکنو خپلواک کميسيون ته ولېږي تر څو دغه کميسيون وروستۍ پايلې اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون هم ويلي، چې ژر به د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي.