ترينکوټ (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٤): ځايي اوسېدونکي وايي چې وسله وال د دهراوود ولسوالۍ بازار ته رسېدلي، خو دولتي چارواکي بيا وايي چې ځواکونو يې له ځينو پوستو تکتيکي شاتګ کړى دى.
له تېرو څلورو ورځو راهيسې سلګونو وسله والو د اروزګان پر بېلابېلو ولسواليو بريدونه پيل کړي دي.
پرون ځايي چارواکو ويلي وو چې په دغو بريدونو کې نږدې ١٧٠ وسله والو مخالفينو، ١٤ امنيتي سرتېرو او ٧ ملکي وګړي ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولايتي شورا پخوانى رييس وايي چې وسله وال مخالفين د ولسوالۍ بازار ته رسېدلي دي.