Court moved against graft-tainted Uruzgan officials

ترينکوټ (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٣): چارواکي وايي چې د اروزګان د شپږو حکومتي مامورينو او يوه قراردادي د اختلاس دوسيې د پرېکړې لپاره محکمې ته ولېږلې.
د دې څارنوالۍ رييس فضل سلطان ساپي د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يې د پوهنې رييس احسان الله ناشر، د  کليو پراختيا رييس انجنير محمد هاشم، د دهراوود پخواني ښاروال عبدالمنان، د درېيو نورو مامورينو او د پروژو د يوه قراردادي د اختلاس دوسيې محکمې ته ولېږلې.
ساپي وويل: ((د پوهنې رييس ١،٩ ميليونه ا فغانۍ، د دهراوود پخواني ولسوال ٩،٢ ميليونه افغانۍ او د کليو پراختيا رييس او پاتې نورو په ځينو پروژو کې شاوخوا همدومره کچه مالي اختلاس کړى دى.))
هغه وويل چې پر څلور نورو تورنو کسانو کې دوه يې د پوهنې رياست، يو يې د کليو پراختيا رياست کار کوونکى او يو بل قراردادي دى خو د ټولو نومونه يې افشا نه کړل.
ساپي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((موږ د دوى دوسيې څېړلې او د پرېکړې لپاره مو محکمې ته ولېږلې، خو برخليک به يې د محاکمې په جريان کې  معلوم شي.))
د اروزګان د ولايت مقام  تاييدوى چې د يو شمېر حکومتي مامورينو د اختلاس دوسيې يې په څارنوالۍ کې وې خو په دې اړه له ډېر څه ويلو ډډه کوي.
د اروزګان د پوهنې رييس احسان الله ناشر بيا له پژواک سره په مرکه کې پر ده لګېدلي تورونه رد کړل او محکمې ته يې د دوسيې لېږدولو مسئله د بډې د نه ورکولو په غبرګون وبلله.
ده وويل: ((ما هيڅ اختلاس نه دى کړى او د کوم ښوونځي د جوړولو  په پروژه کې چې د اختلاس مسئله راپيدا شوې هغه شپږ کاله پخوا جوړ شوى. له ما نه ځينو څارنوالانو بډې غوښتې چې د نه ورکړې له امله يې ښايي زما دوسيه محکمې ته لېږلې وي.))
هغه د بډې غوښتونکو  څارنوالانو نومونه وانه خيستل.
د پژواک خبريال هڅه وکړه چې په دې اړه د نورو تورنو چارواکو او مامورينو نظر واخلي، خو له زياتو هڅه سره سره بريالى نه شو.
تر اوسه په خپله دغو تورنو مامورينو هم په دې اړه غبرګون نه دى ښودلى.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.