ترینکوټ ( پژواک ۱۸ وری ۹۳): د اروزګان چارواکي وايي ، چې ددغه ولايت په ټولو ولسواليو کې ټاکنې په امنيت کې ترسره شوې دي.
د اروزګان والي امان الله تيموري نن په يوه خبري ناسته کې وويل،که څه هم وسله والو طالبانو خلکو ته ګواښ کړى و، چې په ټاکنو کې دې ګډون نه کوي، خو خلکو په ټاکنوکې پراخه ګډون کړى و اوخپله رايه يې کارولې ده.
ده د امنيت د ټينګښت له امله د امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه.
دغه راز د اروزګان امنیه قوماندان مل پاسوال مطیع الله وویل، د ټاکنو د امنيت لپاره يې ټينګ امنيتي تدابير نيولي و.