والي : د اروزګان په ټولو ولسواليو کې ټاکنې په امنيت کې ترسره شوي

 
ترینکوټ ( پژواک ۱۸ وری ۹۳):  د اروزګان چارواکي وايي ، چې ددغه ولايت په ټولو ولسواليو کې  ټاکنې په امنيت کې ترسره شوې دي.
 د اروزګان والي امان الله تيموري نن په يوه خبري ناسته کې وويل،که څه هم وسله والو طالبانو خلکو ته ګواښ کړى و، چې په ټاکنو کې دې ګډون نه کوي، خو خلکو په ټاکنوکې پراخه ګډون کړى و اوخپله رايه يې کارولې ده.
ده د امنيت د ټينګښت له امله د امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه.
دغه راز د اروزګان امنیه قوماندان مل پاسوال مطیع الله وویل، د ټاکنو د امنيت لپاره يې ټينګ امنيتي تدابير نيولي و.  
ده وويل، چې وسله وال مخالفين اوس د جنګ توان نه لري او يواځې تبليغات کوي.
 په دغه خبري ناسته کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بریدجنرال محمدرسول کندهاري وویل، چې دټاکنو د ورځې د ښه امنیت په موخه دوی هم خپل ځواکونه په ټولو ولسوالیوکې ځاى پرځاى کړي و  او له ملي پولیسو سره یوځای یې امنیت نیولی وو .
 په ياد ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالحمید شریفي وویل ، چې د ټاکنو پرمهال هیڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې او په ټولو سیموکې ټاکنې ترسره شوې دي .
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

Download “Pajhwok” mobile App, to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.