Uruzgan women also swing behind Afghan forces

ترينکوټ (پژواک، ٢ سلواغه ٩٣): د لومړي ځل لپاره د اروزګان يو شمېر مېرمنو له افغان امنيتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ او په همدې مناسبت يې هغوى ته د ګلونو ګېډۍ ډالۍ کړې.
د لسګونو دغو مېرمنو تر څنګ يو زيات شمېر نارينه وو د سلواغې په ٢مه په دې اړه جوړه شوې غونډه  کې غوښتنه وکړه چې په ملي کچه بايد له افغان سرتېرو ملاتړ اعلان شي.
د دغه ولايت د ښځو چار رييسې رڼا سميع وفا د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن لسګونو مېرمنو افغان امنيتي سرتېرو ته د ګلونو ګېډۍ ډالۍ کړې.
مېرمن وفا وويل: ((همدا سرتېري دي چې خپله خاوره او ولس ساتي، د اروزګان په تاريخ کې لومړى ځل دې مېرمنې له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلانوي او ګلان ور ډالۍ کوي.))
فاطمه هغه مېرمنه ده چې چادري پر سر د ملي امنيت د سرتېرو پر يوه ولاړ کتار ګرځېده او هر يوه سرتېري ته يو يو ګل ډالۍ کاوه.
هغې پژواک ته وويل: ((دا زموږ وروڼه دي، وطن لکه مور ده او دوى د خپلې مور په ښه توګه ساتنه کوي.))
د اروزګان د ولايت په مقام کې د يادې غونډې پر مهال پر ولسي خلکو سربېره د ياد ولايت سرپرست والي او يو شمېر ولايتي چارواکو هم برخه لرله.
د اروزګان  سرپرست والي امان الله تيموري  وويل چې افغان ځواکونه کولاى شي په يواځې سر د خپل هېواد ساتنه وکړي او د خلکو امنيت خوندي کړي.
ده وويل: ((د سولې او ثبات لپاره اړينه ده چې ولس د امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او په امنيت کې ورسره ونډه واخلي.))
بلخوا د اروزګان د محاکمو رييس مولوي محمدجان  پر ديني علماوو او مدني ټولنو غږ وکړ چې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.