ښځې په ټاکنو کې ګډون ته وهڅول شوې

 
ترينکوټ ، جلال اباد، لښکرګاه، غزني ميمنه، ( پژواک، ١٧ کب ٩٢ ) : په بېلابېلو ولايتونو کې د ښځو د نړيوالې ورځې پر مهال دوى وهڅول شوې، چې په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
نن د کب ١٧مه ، چې د مارچ له اتمې سره سمون خوري  دافغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې  د ښـځو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
په اروزګان ولايت کې ددې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ديني عالمانو ښځې وهڅولې ، چې د حجاب په مراعتولو سره په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.
په دغه غونډه کې، چې په ترينکوټ ښار کې جوړه شوې وه، ديني عالمانو، د بشري حقوقو مسوولينو او ګڼ شمېر ښځو پکې برخه اخيستې وه.
د اروزګان د ارشاد حج اوقافو رييس مولوي حمد الله وويل، چې اسلام ښځو ته ډېر حقونه ورکړي ، چي يو يې هم د خپل روښانه راتلونکي په موخه په ټاکنو کې ونډه اخيستنه ده .
خو دی وايي ، چې اوسمهال ددې ولايت په ډېرو سيمو کې ناوړه دودونو نه يواځې دوی له اسلامي حقونو څخه بې برخې کړي ،  بلکې له دوی سره د وينځو په څېر چلند هم کېږي.
نوموړي زياته کړه ، چې ددې هرڅه لوی لامل له اسلامي احکامو څخه د خلکو بې خبري ده او دوی نه پوهېږي ، چې اسلام ښځو ته څومره حقوق ورکړي  دي.
د خاص اروزګان ولسوالۍ يو تن ديني عالم مولوي مطيع الله هم د اسلام د مبارک دين له مخې، د ښځو حقونو ته درناوی اړين وباله او تر څنګ يې په ټاکنو کې ددوی ونډه هم جايز وبلل.
ددې ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالحميد شريفي وويل، چې په دې ولايت کې يې مېرمنو ته د کارت اخيستو جلا مرکز جوړ کړی او هم به په ټاکنو جلا د رايې ښځينه مرکزونه جوړ کړي .
ديوه بل خبر له مخې، په ننګرهار ولايت کې د ښځو  نړيواله ورځ د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې په داسې حال کې ونمانځل شوه ، چې په سلګونو ښځو ، دولتي چارواکو او دننګرهار ولايت يو شمېر خلکو پکې ګډون کړى و .
د ننګرهار ولايت مرستيال والی محمد حنيف ګرديوال دغونډې ګډونوالو ته دښځې نړيوالې ورځې مبارکي وويله.
هغه زياته کړه ، چې ښځې بايد راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلی او خپلې رايې وکاروي .
همدارنګه د ننګرهار امنيه قوماندان فضل احمد شيرزاد وويل ، د ملي پوليسو څومره چې په وس کې وي د ښځو  د حقونو د ترلاسه کيدو لپاره هڅه کوي .
نوموړي زياته کړه : ((خويندې دې په ډاډ سره ټاکنو کې برخه واخلې، ځکه چې ملي پوليسو ستاسو د خونديتوب لپاره کوټلي ګامونه اخيستي دي.))
همدارنګه په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې اريون يون هم دغه ورځ ټولو ښځو ته مبارکې وويله او زياته يې کړه ، چې په تېرو دريېو لسيزو جګړو کې تر ټولو ډير زيان ښځو ته رسيدلى دى.
ده وويل : ((دغه ورځ بايد د ښار پر ځای په لرو پرتو سيمو او کليو کې ونمانځل شي.))
بلخوا د هلمند د ښځوچارور رياست مسوولين وايي، چې  دتېر كال په پرتله په دې ولايت كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي پېښې  زياتې  شوې دي.  
ددې ولايت دښځو چارو رييسې جميلې نيازۍ دښځو دنړيوالې ورځې دنمانځلو په غونډه کې وويل، چې په روان كال كې  دښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۷۲ پېښې  رامنځته شوې دي.
ددې په خبره، په دې پېښوكې وهل ، طلاق، وژل ،له كوره تېښته، په نشه  يي توكو روږديدل  او نور شامل دي، چې د ښځو حقوق پكې تر پښو لاندې كيږي.
ديوه بل خبر له مخې، په غزني ولايت کې هم د ښځو ورځ ونمانځل شوه، ددې ولايت د ښځو چارو مسوولين وايي، چې د تېرو کلونوپه پرتله دښځو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی دى.
د غزني د ښځوچارو رييسه شکريه ولي وايي ، چې سږکال له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوريخوالي ۷۰ پېښې ثبت شوي ، چې پنځه پېښې يې دوژلو دي.
د هغې په وينا، هغه پېښې چې په ولسواليو کې رامنځته کېږي، هغه له دوى سره ثبت نه دي او کېداى شي چې ياده شمېره ډېره لوړه وي.
دغزني دمحکمې رييس خواجه ميرصمد حقداد په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل ، چې په دې وروستيوکې په غزني کې دښځو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی دى.
د هغه په وينا، د تاوتريخوالي زياتېدو ترڅنګ داسې خلک شته ، چې خپلو ښځو ته دغه حقوق نه ورکوي.
دغه راز په جوزجان ولايت کې هم ديوې غونډې په ترڅ کې د ښځو نړيواله ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې ددې ولايت يو شمېر مېرمنې شکايت کوي، چې هغه مېرمنې په دا ډول غونډو کې ګډون کوي ، چې په ښارونو کې ژوند کوي. .
په ولسي جرګه کې ددې ولايت وکيلې فهيمې سادات په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، چې د ښځو ورځ په هېواد کې په نمايشي بڼه نمانځل کېږي، په داسې حال کې، چې په لرو پرتو سيمو او ولسواليو کې ښځې له خپلو حقوقو بې خبره دي.
هغې زياته کړه ، چې د ښځو ورځ به د نمايشي بڼې پر ځاى په داسې توګه ونمانځل شي، چې ښځې له خپلو حقوقو څخه خبرې شي .
د جوزجان د ښځو چارو رييسې نجيبې قريشي وويل ، چې په نننۍ غونډه کې ددې ولايت د لرو پرتو سيمو ښځو هم ګډون کړى دى او خپلې ستونزې يې له دوى سره شرېکې کړې دي.
هغې زياته کړه : (( موږ تر ډېره بريده هڅه کړې، چې دا ورځ د نمايش پر ځاى په سمه توګه ونمانځل شي او ټولو ښځو ته پکې د ګډون چانس ورکړل شي.))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.