پل علم (پژوک ٩ ورى ٩٣): د لوګر اوسېدونکي وايي، چې په پل علم ښار کې د ټاکنو لپاره د نوم لکنې مرکز تړل شوى دى.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې له دريو ورځو را په دېخوا د يو شمېر لرو پرتو سيمو اوسېدونکي دغه مرکز ته د کار اخيستو لپاره راځي، خو مرکز تړلى دى.
۴۱ کلن محمد اسحق، چې د دغه تړلي مرکز مخې ته ولاړ دى، د وري په ٩مه پژواک خبري اژانس وويل، چې له سهار راپه دېخوا د کارتونو د وېش مرکز مخې ته کارت اخيستو ته ولاړ دى.
دى وايي، د ټاکنو کمېسيون په دغه کار سره د سلګونو لوګريانو حق تر پښو لاندې کړى او دوى چې کارت ونه لري نو په ټاکنو کې به له ګډون څخه پاتې شي.