ANA commander killed in roadside blast

 
پل علم ( پژواک ۱۱ زمری ۹۲ ) : په لوګر ولایت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې لوا د څلورم کنډک قوماندان ډګروال حلیم شاه قادري د ماین په یوه چاودنه کې ووژل شو.
په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان جنرال عبدالرازق صافي دزمري په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه د ازرې ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې ډګروال قادري له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوى دى.
د خوست ولایت مقام لخوا پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست والي عبدالجبار نعیمي د نوموړي په وژل کیدو خواشیني څرګنده کړې او دهغه کورنۍ سره یې غمرازي کړې ده.
دیادونې وړ ده چې ډګروال حاجي حليم شاه قادري  دننګرهار د  دره نور ولسوالۍ اوسیدونکی و ، هغه پر هیواد د شوروي اتحاد دیرغل پرمهال یې دافغانستان د خلکو په سپیڅلي جهاد کې هم ونډه اخیستې وه.
هغه تر دې مخکې په کونړ ولایت کې هم د ملي اردو د کنډک د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.