"د لوګر څلورو ولسواليو کې ښځو ته د نوم ليکنې مرکزونه نه وو پرانيستل شوي"

 
پل علم (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٢): د لوګر د ښځو چارو رياست شکايت کوي، چې د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې د ښځو لپاره د کارت اخيستلو مرکزونه نه وو پرانيستل شوي.
د لوګر د ښځو چارو رييسه شيما زرګر وايي، چې د دغه ولايت ډېرى مېرمنې به په ټاکنو کې له رايې ورکولو بې برخې پاتې شي.
نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل، په ازرې، خروار، څرخ او بره کي برک ولسواليو کې د ښځو لپاره د کارت اخيستلو مرکزونه نه وو پرانيستل شوي، چې د دې په وينا د ټاکنو کمېسيون له لوري له ښځو د رايې حق اخيستل شوى دى.
د ښځو چارو رييسه زياتوي، د څرخ په ولسوالۍ کې ښايي له ٢٠ زياتو ښځو کارتونه نه وي اخيستي او لامل هم د مېرمنو لپاره د ځانګړو مرکزونو نشتوالى و.
د بره کي برک ولسوالۍ د زقوم خېلو کلي اوسېدونکې بسمينه وايي: ((زه د ټاکنو کارت نه لرم  که مې درلودی نو د رايې ورکولو په ورځ به مې خپله رايه د ولايتي شورا يوې ښځينه نوماندې ته ورکړې وه.))
 بسمينه چې له خپل ماشوم سره د پل علم روغتون ته راغلې وه پژواک خبري اژانس ته وويل،  د دوى په کور کې شپږ ښځې دي، يوې هم کارت نه دى اخيستى نو له همدې امله به له رايې ورکولو هم بې برخې پاتې شي.
د نوموړې په خبره، که په ولسوالۍ کې د ښځو لپاره د کارت اخيستلو مرکز واى نو دوى به له کومې ستونزې پرته کارتونه اخيستي وو.
د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکې جميلې هم کارت نه دى اخيستى په دې ناهيلې ده، چې په ټاکنو کې به يې د رايې له ورکولو بې برخې پاتې شي.
د دې په وينا، په ولسوالۍ کې د مرکز د نشتوالي او نا امنو شرايطو له امله ونه توانېده چې د رايې ورکولو کارت واخلي.
له څرخ ولسوالۍ ولايتي شورا ته نوماند عبدالرفيع ملاخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، په ولسوالۍ کې يواځې د نارينه وو لپاره د کارت اخيستلو مرکز پرانيستل شوى و.
د ده په وينا، د ولسوالۍ نيمايي وګړي يې ښځې جوړوي، خو د کارت نه اخيستلو له امله به يې نيمايې وګړي د رايې ورکولو له حقه محروم شي.
 له پل علم څخه ولايتي شورا ته نومانده فرزانه شنسب وايي، د مېرمنو د کارت نه اخيستل د ښځينه کانديدانو په رايو مستقيم اغېز لري.
 هغه زياتوي، د ولايتي شورا په لومړۍ دوره کې هم کانديده وه او ډېرې رايې مېرمنو ورکړې وې، خو اوس چې په ډېرى سيمو کې مېرمنو کارتونه نه دي اخيستي د ښځينه کانديدانو رايې به هم ورسره کمې شي.
په لوګر کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر د عامه اړيکو مسوول عبدالوحيد سمسور بيا دا شکايتونه او نيوکې نه مني او زياتوي، چې يواځې په بره کي برک ولسوالۍ کې د مېرمنو لپاره د کارت اخيستلو مرکز نه و، خو په نورو ولسواليو کې چې مرکزونه هم وو،ډېرو لږو مېرمنو کارتونه اخيستي دي.
نوموړي په بره کي برک کې د مرکز نشتوالى تخنيکي او امنيتي ستونزې وبللې.
 د لوګر ولايتي شورا ته ٣٩ کسه کانديد دي چې ٤ تنه يې مېرمنې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.