Police among 5 killed in Logar suicide attack

 
پل علم ( پژواک ٢٩ زمرى ٩٢) : د لوګر په ځانمرګي بريدکې درې ملکي وګړي او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او  د دې ولايت د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په ګډون ٨ تنه ټپيان دي .
دا څرګندونې د لوګر د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمدجان عابد پژواک خبري اژانس ته وکړې.
سرچينه زياتوي ،چې دغه ځانمرګى بريد د يو پلي تن لخوا نن ( له غرمې وروسته په شاخوا ٥ بجو ) د امنيه قوماندانۍ د زړې ودانۍ  مخې ته تر سره شو او موخه يې د لوګر د سيمه ييزو پوليسو قوماندان سبزعلي و.
د هغه د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې سبز علي ، دوه نور سيمه ييز پوليس او پنځه ملکي وګړي شامل دي.
 دوسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نورو جزياتو له ورکولو پرته وايي، چې دغه بريد دوې ترسر کړى دى.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.