لښکرګاه (پژواک،۱۱ زمری ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا مشر د لښګرګاه ښاروال او د ښاروالۍ ځيني نور چارواکي په اداري فساد او د ځمکو پر غصب تورن کړل، خو د ښاروالۍ چارواکي بيا دغه تورونه ردوي.
د هلمند د ولايتي شورا مشر محمدکريم اتل د زمري په ١٠ يوې خبري غونډې ته وويل چې د لښکرګاه ښاروال او د ښاروالۍ ځيني نور چارواکي په اداري فساد او د ځمکو په غصب کې ښکېل دي.
هغه زياته کړه: ((د ښاروالۍ په کارونو کې پراخ فساد روان دی او لا هم د ځينو ځمکو غصب او غلا دوام لري، د لښکرګاه ښاروال او مسوولينو ځيني مارکېټونه، کورونه او دوکانونه په شخصي توګه پلورلي دي.))