د لښکرګاه ښاروال او د ښاروالۍ ځيني چارواکي پر فساد تورن شول

لښکرګاه (پژواک،۱۱ زمری ۹۴): د هلمند د ولايتي شورا مشر د لښګرګاه ښاروال او د ښاروالۍ ځيني نور چارواکي په اداري فساد او د ځمکو پر غصب تورن کړل، خو د ښاروالۍ چارواکي بيا دغه تورونه ردوي.
د هلمند د ولايتي شورا مشر محمدکريم اتل د زمري په ١٠ يوې خبري غونډې ته وويل چې د لښکرګاه ښاروال او د ښاروالۍ ځيني نور چارواکي په اداري فساد او د ځمکو په غصب کې ښکېل دي.
هغه زياته کړه: ((د ښاروالۍ په کارونو کې پراخ فساد روان دی او لا هم د ځينو ځمکو غصب او غلا دوام لري، د لښکرګاه ښاروال او مسوولينو ځيني مارکېټونه، کورونه او دوکانونه په شخصي توګه پلورلي دي.))
اتل دا هم وويل چې ښاروال او د ښاروالۍ نورو چارواکو د استوګنې نومرې دوه او درې ځلې پلورلې دي او شنې سيمې يې د تېلو پمپونو په موخه لوړپوړو دولتي چارواکو ته ورکړي دي.
ده وويل: ((اوس مهال په ښار کې دومره ځمکه نه ده پاتې چې د اړتيا پر مهال دولتي تاسيسات پرې جوړ شي.))
اتل وايي چې د ولايتي شورا د مشر په توګه يې څو ځلې له ښاروال او د ښاروالۍ له چارواکو غوښتنه کړې چې له اداري فساد، د ځمکو له غصب او له نورو نا قانونه کړنو لاس واخلي خو دا کار يې نه دى کړى.
د هغه په وينا، بېلابېلې سرچينې د لښګرګاه د ښاروال ملاتړ کوي نو له همدې امله ولايتي شورا ته د ځواب ورکولو لپاره ځان مکلف نه بولي.
نوموړي زیاته کړه: ((موږ د دغه پراخه اداري فساد په اړه کره شواهد لرو او له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوو چې د نورو غاصبينو په ګډون د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولينو څخه هم جدي پوښتنې وکړي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.))
اتل وايي چې د لښګرګاه ښاروالۍ خلکو ته هېڅ ډول ارزښمند خدمات نه دي وړاندې کړي، يواځې د جواز او ټکس په نومونو خلک ځوروي او پيسې ترې اخلي.
ده ګواښ وکړ که چېرې حکومتي چارواکي د ښاروال د غيرقانوني کړنو مخه ونه نيسي نو ولايتي شورا به خپله لاس په کار شي.
دغه راز د لښګرګاه بازار يو هټۍ وال صفي الله پژاواک ته وويل چې ښاروالۍ په تېرو څو کلونو کې خلکو ته د پام وړ خدمات نه دي وړاندي کړي يواځې يې د ټکس او ماليې کچه لوړه کړې ده.
هغه وايي: ((ښاروالۍ ته هر څوک نه ورځي، يواځې مخصوص کسان ورځي عام خلک نه ور پرېږدي، هلته تجاران پرېږدي چې د مارکېټونو لپاره ځمکې پرې خرڅې کړي.))
ده هم وويل چې د لښګرګاه په ښاروالۍ کې د فساد کچه له حده لوړه ده.
خو د لښګرګاه ښاروالۍ مرستيال احمد مسعود سېلاب بيا د ولايتي شورا د مشر يادې څرګندونې په کلکه رد کړې دي.
هغه پژواک ته وويل چې ښاروالۍ ټولې چارې د قانون په چوکاټ کې ترسره کوي او چارواکو يې هېڅ ډول خپلسرې کړنې نه دې کړي.
د ده په وينا، که د استوګنې د يوې نومرې جواز دوو کسانو ته ورکول شوى وي، امکان لري د ښاروالۍ کار کوونکي سهوه شوي وي او يا هم کېداى شي مستردي نومرې وي.
سېلاب وايي چې د لښګرګاه ښاروالۍ له امکاناتو سره سم خلکو ته ښاري خدمات وړاندې کړي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.